د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانیستان مزارشریف یو پرامنه ښار خو د پخوانیو جهادیانو مرکز


مزارشریف
مزارشریف
د چارلس رېکناګېل رپوټ
ژباړه قاسم خان مندوخېل

د مزارشریف په څنډو کې د ساعتېری یوه لوی بڼ دی چې ددغه ښار او خواشا سیمو اوسېدونکي د ساعتېري او مېلو لپاره ورځي.
په دغه بڼ کې ماشومانواو پلستکیو انجونو او هلکانو ته د ساعتېري لپاره زانګو، کیشندک او څرخک لګېدلي دي.د ماشومانو لپاره یواورګاډۍ هم خپله دایره چکر خوري.اوپر یوه کونج د ویډیو پر یوې پراخې پردې د افغان میوزیک ويديوګانې ښودل کېږي.
د مزارشریف یو بڼ

مزارشریف له ګاونډي هیواد ازبکیستان سره جوخت پر پوله دی که څه هم د افغانستان په نورو برخو کې د وسلوالو مخالیفینو بریدونه ډېر دي خو په ټول بلخ ولایت او د مزار شریف شاوخوا امنیت پیاوړی دی .

ددې ښار په امنیت راوستو کې لوی د پخوانۍ شمالي ټلوالې د کمانډر محمد عطا نور دی .نوموی اوس د مجاهیدینو له بڼې راوتی ږیره یې خریلې . لویدیزې جامې کوټ پتلون اغوندي او ټایی یې تړلې وي.

د بلخ والي محمد عطا نور

لکه د نور افغانستان غوندې د ملیشو کمندانان واک ته له رسیدو وروسته شتمن شوي دي ، د مزار شریف شاوخوا د دوی دنګې دنګې ماڼۍ ولاړې دي .عام خلک یو بل ته په غوږ کې وايي، ٬٬چې دا غټې غټې کلاګانې یې له افغانستان سره د مرستو په پیسو درولې دي.٬٬او بله دا چې د ولایت یوازنۍ واکمني له جمعیت اسلامي سره ده او د ولایت پر شتمن کاروبار هم د دوی قبضه ده.
خو د والي لخوا ټینګ امنیت مزار شریف د بهرنیو کاروباریانو لپاره او ان افغان کمپنیو لپاره د ګټې وټې یو مهم مرکز ګرځولی دی.ددې له کبله په ښارکې اقتصادي هلې ځلې ګړندی دی او پر غټو کوڅو او واټونو نوې ودانۍ د جوړېدو په حال کې دي او هر ډول واړه کاروبارونه لګیا دي.


احمد تمیم صدیًقي د یوه شخصی پوهنتون د لوړو زدکړو په اریا انستیوت کې د اقتصادیاتو پروفیسر دی دی وايي،٬٬ په بلخ ولایت کې ترکي کمپنیو د خوړو تېلو او پاستا په صنعت کې پانګونه کړې ده.او د ازبکستان د پیټرولیم ځينو کمپنیو هم د تیلو پیدواري صنعت ته لاس اچولی دی. روسیې کمپنیو بیا د شرې په پیداوار کې پانګونه کړې ده ځکه افغانستان د کرهنې لپاره ډېرې شرې ته اړتیا لري.٬٬
قروفیسر احمد تمیم صدیقي



په دې ښار کې ټینګ امنیت ددې جوګه شو، چې د هیرات د موټر سایکلونو شرکت چې رکشې ترې جوړېږي دې ښار ته خپل کاروباروړی دی.
د اېشییا پرمختایي بېنک په خبره د افغانستان د ضرورت نیمایی توکي او شیان د مزار شریف له لارې راوړل کېږي.په دغه کې تېل د سونګ توکي د ودانۍ جوړولو سامان الات او غله راځي.په مزار شریف کې لوی لوی ګودامونه دي، د ټرکونو اډې دي او بېنکي او خدمتي سېکټر هم په چټکۍ سره وده کوي.
د احمد تمیم صدیًقي په خبره په ۲۰۰۴ کال کې د بلخ کورنۍ ګټه له ۴ میلیون ډالر ځخه ۱۱۵ میلیون ډالر ته لوړه شوېده.او دا ټول د تجارت له برکته دی چې د هیرتان پر بندر ترسره کېږي.
د مزار شریف اقتصادي وده دافغانستان یوه وړوکې برخه جوړوي خو که په ټول هیواد کې امن وائ نو حالات به بل ډول وائ.

په مزار شریف کې اقتصادي پرمختګ ګراني هم رامنځ ته کړې چې د اریا پوهنتون د اقتصادیاتو د پروفېسر سید ستار موسوی په خبره ،ددې وجه د لویو سوداګرو د والي له واکمن او ځواکمن ګوند سره تعلقات دي.دی وايي،٬٬ ځینو سوداګرو پر کاروبار یو ډول قبضه کړ ېده یانې موږ ویلای شو چې په افغانستان کې کاروبار د دوی په لاس کې دي. دوی ځینې توکي له نورو ملکونو دلته مارکېټونو ته راوړي چې له خپلې تمې سره سم ګته ترې پورته کړي.زما مقصد دا دی چې کله د دوی خوښه وي د شیانو قیمتونه پورته کوي او چې کله وغواړي نو بیې ټیټې کړي .خو موږ کله هم نه دی لیدلی چې قیمتونه یې لاندې کړي وي.٬٬

د مزار شریف د امنیت بل قیمت دا ادا کېږی چې د نورو سیاسي ډلو ټپلو لپاره دلته سیاسي رول ډېر محدود دی. ډېری کتونکي په دې اند دي، چې دلته په ښار یوازې هغه سیاسي ډلې واکمنې دی چې له پخوا نیو ملېشو سره یې اړه درلوده . جمعت اسلامي دا تورونه نه مني ،خو د ښار واکمني له ورايه د دوی په لاس کې ده.دا هم حقیقت دی چې والی د ولسمشر حامید کرزي په امر ټاکل کېږی خو د بلخ والی محمد عطا نور په خپل زور پر دې څوکۍ ناست دی .
XS
SM
MD
LG