د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري: پاکیستانیان باید په امريکا يي مرستو خبر کړل شي


اسلام آباد،د امریکا سېنېتر جان کېري او د پاکیستان ولسمشر آصف علي زرداري خبري کنفرانس کوي
اسلام آباد،د امریکا سېنېتر جان کېري او د پاکیستان ولسمشر آصف علي زرداري خبري کنفرانس کوي

ژباړه ــ بشيرګواښ

د امريکا يو سېنېټر او د دې هيواد د سېنېټ د بهرنيوو چارو د کمېټې مشر جان کېري چې څه موده وړاندې په پاکستان کې د سيلاب ځپلو د ليدلو لپاره هلته تللی وو، په بوسټ ګلوب ورځپاڼه کې يوه مقاله ليکلي ده. په دې مقاله کې هغه سيلاب ځپلو ټه د اوښتي زیان په اړه ليکلي او ويلي يې دي، چې څرنګه امريکا کولای شي خلک يې له کړو مرستو ښه خبر شي.

د امريکې د ميساچوسيټس ايالت سېنېټر جان کېری د بوسټن ګلوب په ورځپاڼه کې ليکلي چې په پاکستان کې د سيلابونو آفت په امريکا کې د ۲۰۰۵ کال د راغلي کترينا توپان په شان دی. جان کيري ويلي، چې هغه لږه موده وړاندې له پاکستانه راستون شوی او هلته يې ليدلي چې په پاکستان کې سيلابونو بوږنوونکې تباهي رامنځته کړي.

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې له سیلاونو د یوه پله له بهېدو وروسته خلک په سخړو او بلیو پورېوزي



په مقاله کې راغلي چې دې سيلابونو تر اوسه پورې له ۱۶۰۰ زيات خلک وژلي، ۶ ميليونه يې بې کوره کړي او ۱۷ ميليونه يژ اغيزمن کړي دي. د جان کېری په وينا د موسمي بارانونو په کيدو سره به دا تباهي نوره هم پراخه شي.

جان کيري چې د امريکا د سينيټ د بهرنيوو چارو د کميټې مشر هم دی، ليکلي چې د پاکو اوبو او خوراک لپاره خلکو غوښتنې درلودې. نوموړ ي ويلي ،چې د سيلاب له کبله يتيم شوي ماشومان يې هم ليدلي او د سيلاب ځپلو په څېرو يې هغه موسکا هم کتلې چې د امريکايي هيلي کوپټرو له خوا ورته د اوبو وروړلو وروسته راڅرګنده شوه.

د جان کيري په مقاله کې راغلي چې نړۍ تراوسه پورې هغومره مرسته نه ده کړي څومره چې پکار وه. د نوموړي په وينا امريکا تر هر چا ډېره مرسته کړې چې ۲۰۰ ميليون ډالرجوړېږي. خو لا هم د سيلاب ځپلو سره د مرستو لپاره نورو ډيرو مرستو ته اړتيا ده.

کېري په خپله ليکنه کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان هڅې ستايلې، خو زياته کړي يې ده، چې د سيلابونو د آفت له امله د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان هلې ځلې اغېزمنېدلی شي. د نوموړي په وينا داسې ويره شته ،چې بنسټ پاله ډلې به سيلاب ځپلو سره د مرستو په کولو پر هغوی خپل اغيز زيات کړي.

جان کېري ويلي، چې په پاکستان کې د سيلاب ځپلو سره د امريکا د مرستو د لا ښکاره کولو لپاره بايد امريکا د اردو ژبې هغه رسنۍ وکاروي چې خلک يې په پراخه توګه ګوري.د کېري په وينا ،د عامه اړيکو داسې يوې ستراتیژۍ ته ضرورت دی چې د منځنۍ طبقې هغه پنجابيانو ته چې د امريکا او هند ضد دي او د طالبانو پلوی سوچ لري، د امريکا د مرستو په اړه مالومات ورسول شي. همداراز بايد هغه پوهنتونونو ته چې بنسټګري پکې وده کوي او په لاهور او کراچۍ کې د نظر خاوندانو ته په پښتو او اردو ژبو کې د خپلو مرستو او نيک نيت په اړه مالومات ورسول شي.

جان کيري په خپله مقاله کې زياتوي، چې امريکا بايد د سيلاب ځپلو سره خپلې پیسې په ډيره پاکه توګه وکاروي ځکه چې زياتره پاکستانيان خپل حکومت په درغليوو کې ککړ ګڼي. د هغه په وينا خلک بايد په دې خبر شي چې امريکا د هغوی د مرستې لپاره پیسې لګوي.

د امريکا دې سنيټر په خپله مقاله کې ويلي ، چې د پاکستان حکومت د سيلابونو دې آفت سره په مقابله کې هلې ځلې کوي خو په بيا رغونه به لا هم کلونه او بيليونونه ډالر ولګيږي. د کېري په وينا، د پاکستان سره د دې کار په ښه توګه ترسره کولو کې د لاس په کولو سره امريکا يو ښه اغيز پرېښودی شي.

XS
SM
MD
LG