د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیلري کلنټن:د پاکستان شتمن له خپل ځپلي هیواد سره مرسته وکړي


د امريکا دبهرنو چارو وزیرې هیلري کلنټن هیلري کلنټن ويلي، د پاکستان شتمنو ته پکار ده چې د نړیوالې ټولنې ګامونو ته په کتو سره دې له خپل ځپلي هیواد سره اوږدمهاله مرسته وکړي
نوموړې دا څرګندونې په برسلز کې په غونډه کې تر ګډون مخکې په بیان کې کړې دي


هیلري کلنټن وویل، دا په رښتیا د منلو وړ نه ده چې خپله پاکیستانیان دې له خپل هیواد سره مرسته نه کوي او د امریکا او یورپ او نورو هیوادانو ټېکس ورکونکي خلک دې له دوی سره مرسته وکړي.مېرمن کلنټن وويل پاکیستان ته پکار ده چې د خپل ټېکس نظام کې ګټور پراخ اصلاحات راوړي.

د یورپي ټولنې د بهرنئ تګلارې مشرې کېترین اشټن هم په دې ترڅ کې ویلي چې له پاکیستان سره به خپلې مرستې جاري ساتي.او زیاته یې کړه چې له پاکیستان سره د مرستو موخه یې ددغه ملک دادارو ټینګول دي چې د ترهګرۍ ضد جګړه په پیاوړې توګه ترسره کړي.


هيلزي کلنټن ویلي چې د پاکیستان ۲۰ میلیون سېلاب ځبلې د بیا رغونې د هڅو لپاره براخو نړویولو مرستو ته ضرورت لري.

رپوټونه وايي چې تر اوسه امريکا او اورپايي تولنې د پاکستان سېلاو ځپلو سره د ۴۵۰ میلون ډالرو مرسته کړې او يورپ روانه میاشت اعلان وکړ چې پر ۷۵ پاکیستاني برامد کونکو توکیو به ټېکس نه لګوي چې له سېلاو ځپلو سره مرسته وشي.
XS
SM
MD
LG