د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستورپوهان وايي،د ځمکې ورته سیاره یې موندلې


امريکا مېشتي ستورپوهان وايي، په لومړي ځل یې داسې سیاره موندلې چې ظاهري حالت یې د ژوند لپاره جوړ دی.دا سیاره خپل لمر ته پرداسې کره واټن موقعیت لري چې اوبه لرلای شي او جوړښت یې داسې دی چې د کششې ثقل او چاپیریال لپاره پکار وي.

قاسم خان مندوخېل

د ګلیزي ۵۸۱ جي په نامه دا سیاره له مځکې څخه د ۲۰ نوري کلونو په واټن کې ده.ساینسپوهان وايی دا يوه په زړه پورې سیاره ده،ځکه چې بنیادي جوړښت یې مځکې ته ورته دی.
د امريکا د کلیفورنییا د سانټا کروز په پوهنتون کې ستوزمزلي یا خلانورد وايي، دا سیاره له خپل لمر څخه پر داسې کره واټن موقعیت لري چې نه ډېره توده ده او نه ډېره سړه ده چې دوی وايي دا ژوند لپاره مهم عنصر جوړوي.دغه ډول حالات د مایعه اوبو لپاره ډېر غوره وي چې د ژوند بنسټ پرې ولاړ دی.
دا سیاره ډېر وړ جوړښت لري، چې له مځکې یې کمیت یا څومره والی درې اندازې غټ دی. او د چاپیریال لرلو لپاره کششې ثقل لري او دمخ خور ( سطح )یې ډېره کلکه ده.
د ستورپوهنې د پوهنتون پروفېسر ستیفېن واګټ خبریالانو ته ویلي چې په دغه سیاره کې د ژوند سل په سله نښې نښانې دي.
ساینسپوهان وايي، که په ګلیزي ۵۸۱ جي سیاره کې د ژوند څرک یا هم یو جرثومه وموندل شوه نو په دې سره به هغه فکرونه واوړي چې ګواکې ژوند یوازې زموږ پر مځکه موجود دی.
ساینسپوه واګت وايي،٬٬ د کهکشان دغه سلګونه اربه ستورو ته په کتو سره چې په کې لسګونه اربه شمسي نظامونه موجود دی چې سیارې لري نو په هغو کې ددې وړتیا شته چې ژوند لري.٬٬
XS
SM
MD
LG