د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکیستان پخواني ولسمشر مشرف مخکینی دنده غواړي


د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېزمشرف
د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېزمشرف

د پاکیستان پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف اعلان کړی چې خپله جلاوطنې به ختموي او خپله پخوانۍ دنده بیرته غواړي.
د فورین پولیسي مجلې خبریالې لورا وېلز له نوموړي سره مرکه کړې .
ژباړه :- قاسم خان مندوخیل

جنرال پروېزمشرف نژدې نهه کاله د پاکیستان پخوانی ولسمشر او پوځي سر لښکر وو او په ۲۰۰۹ م کال راهیسې له واکه د لیری کیدو وروسته په خپله لندن ته جلا وطن شو. نوموړي د روان کال د جنوری پر دریمه نېټه اعلان وکړ چې خپل ملک ته به بیرته ګرځي او د راتلونکې مودې انتخاباتو لپاره به تیاري کوي.د ۲۰۱۰م کال په وروستیو کې فورین پولیسي مجلې له پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشر ف سره خبرې کړې او اوس يې چاپ کړېده.

له ده څخه پوښتنه وشوه که دویم چانس وارکړل شي نو د پاکیستان د نوي واکمن په توګه به څه شی جلا وکړي؟

فورین پولیسي لومړی پوښتنه دا ترې وکړې چې پرویزمشرف تاسو وړاندې ویلي چې د پاکیستان واکمني کول تر ټولو ګرانه دنده ده ،خو اوس مو اعلان وکړ چې بیرته به سیاست ته ګرزی، ولې؟
پوښتنه:
پاکیستان دا وخت د دوو ګوندونو په مینځ کې راښکیل دی او دا دواړه ګوندونه پیپلز پارټۍ او مسلیم لیګ نواز د حکومت چلولو وړتیا نلري ؟
مسلیم لیګ نواز د طالبانو پلوي ګوند دی.او دوه ځلي د پاکیستان وزیراعظم پاته شوی او ناکامه شوی دی.نو ولې درېیم وار چانس ورکړي چې پاکیستان تباه وبرباد کړي.زما پارټۍ د ملک لپاره یو ښه متبادل دی.دا وخت په ملک د ناامېدۍ یوه فضا ده.خلک له ملکه وزي.او په ملک هيڅ یو ګوند ددغه ننګونو او چیلنجونو مخه نه شي نیولای.نو زما ګوند یوه ښه متبادل دی.
پوښتنه:
جنرال مشرف نو پاکیستانیان تا ته ولې بل چانس درکړي چې ستا د ولسمشری په وروستیو شپو کې خلک له تا خوشاله نه وو.؟
جواب:
زه تر ۲۰۰۷ م کال پورې ډېر مشهور وم او ډېر ملاتړ مې درلود خو اوس چې پاکیستان له کوم حالت سره مخامخ دی زما ملاتړ زیات شوی دی.په ملک کې ګراني ده د اوړو، وريځو او دالونو بیې اسمان ته ختلې دي.خلک له ګرانۍ سر ټکوي او خلکو دا درک کړه چې زما دوره د اوسنیو هغو په پرتله ډېره ښه وه.دوی ما بیرته غواړي چې پاکیستان وژغورم.

پوښتنه
تاس په دا وروستیو کې ویلي وو چې دنړیوالو او پتېره د امريکا او اروپایي حکومتونو له نیوکو سره سره پاکیستان د ترهګری ضد جګړه کې کافي هڅې کوي.نو ددې مانا دا شوه چې ولسمشر اصف علي زداري د ترهګرۍ ضد جګړه کې خپل کار په ښه توګه ترسره کوي؟

ددې داد او شاباسی باید پوځ ته ورکړل شي چې د القاعدې او طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.تر اوسه یې ۲۵۰ زره غړي وژل شوي دي.لویدیځ پر پاکیستاني پوځ او ای اېس ای تورونه لګوي ، خو خپله د ای اېس ای ۲۵۰ سوه کسان وژل شوي دي.نو یوې غاړې ته طالبان پر دوی بریدونه کوي او بلخوا لویدیځ دا فکر کوي چې ای اېس ای د طالبانو ملګري دي.

پوښتنه:
دا خبره رښتیا ده چې د امنیتي ادارو ځیني خلک د طالبانو خواخوږي دي لکه په تېر کې چې یې ورسره لرله؟
جواب:
هو دا سمه ده.هغه کسان چې له طالبانو او القاعدې سره خواخوږي لري ،اوس هم شته.خو پوځ او ای اېس ای تر تور لاندې راوستل منفي اغېز لري.دا خبره چې د پوځ او ای اېس مرکزونو ته امر کېږي چې له طالبانو سره مرسته وکړي، بېخي بې بنیاده خبره ده.زموږ ستراتيژي دا ده چې طالبانو او القاعدې ته ماتې ورکړو.
پوښتنه:
تاس ولسمشر بارک اوباما ته د افغانستان او پاکیستان د تګلارې په اړه څه مشوره ورکول غواړی؟
جواب:
زه تر وخت له مخه له افغانستانه د پوځونو د وېستلو خلاف یم. موږ لومړی باید تر وتو له مخه په افغانیستان کې یو باثباته او قانوني حکومت پر پښو ودروو.تر وخته له مخه وتل به سیمه له ګډودي سره مخامخ کړي.د وتلو اعلان ښه نظر نه دی، ددې مانا دا شوه چې نوي لوبغاړي به سیمې ته ورودانګي.طالبان او القاعده به وهڅول شي.او زما په اند موده ټاکل او وتل ښه ګام نه دی.

پوښتنه:
که تاسي بیا وټاکل شی نو د ترهګرۍ ضد جګړې په تګلاره کې به څه بدلون راوړې؟

جواب:
موږ باید پوځ، سیاسي او ټولنیز اقتصادي قوتونه وکارو چې د ستراتیژۍ درې ستنې به وي.موږ باید ولس له طالبانو رابېل کړو.قبایلي کلتور بیرته پر پښو ودرو ،حکومت پیاوړی کړو،چې په هغه کې د صوبايي، ځايي او مرکزي حکومتونو رول ډېر مهم دی.موږ باید پخواني ملکا ن بیرته زورور کړو،چې د القاعدې او طالبانو پر وړاندې یې ودرو،ځکه چې د قبایلي مشرانو په مټ د هغوی ټوله قبیله تر واکداری لاندې راتلای شي.په قبایلي سیمو کې تعلیم پراخول او پتېره د ښځو تعلیم زیاتول پکار دی، ځکه چې هغوی د ټولنې ډېره مهمه برخه ده.موږ باید په صوبو او قبایلي اجنسو کې تعلیم معارفي کړو او خلکو ته تعلیم ورکړو.دا یوه اوږدمهاله ستراتیژي ده چې قبایلي سیمو کې بدلون راوړو او له نور پاکیستان سره یې پيوست کړو.
XS
SM
MD
LG