د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر اظهارالله اظهار


ډاکټر اظهارالله اظهار
ډاکټر اظهارالله اظهار د ۱۹۶۷ م کال ددسمبر په ۲۴ مه نیټه په نوښار کې زیږیدلی خو پلرنۍ سیمه یې د چارسدې تنګی کلی دی.نوموړي خپلې لوړې زدکړې په اردو ادب کې ترسره کړي او په ۲۰۰۵ م کال کې یې د پېښور پوهنتون نه د ډاکټریټ ډګري ترلاسه کړې ده. نوموړي دامهال په اسلامیه کالج یونیورسټۍ کې د اردو ادبیاتو استاذ دی.
اظهارالله اظهار داردو او پښتو دواړو ژبو شاعر ، لیکوال او کره کتونکی دي.دهغه د شعر او نثر ۱۵ کتابونه چاپ شوي او ډیر نور د چاپ په انتظار دي.
ښاغلی اظهار غزل هم لیکي خو پښتو هایکو دده پیژندګلو جوړه شوې ، ځکه دی یو له هغو کسانو څخه دی چې داجاپانی صنف یې ډیر په ښه انداز کې پښتو ته واړولو او کامیابې تجربې یې پکې وکړې .






د رنګ جادو راپورته کړي توپان په آیینه کې
راګوره مه ورکیږي رانه ځان په آیینه کې
داته یې که زما دلیونتوب جادوګري ده
جهان کې ا آیینه ده که جهان په آیینه کې
په سپین جبین دې اوښکې د حالاتو سیاهي شوه
بیګا جوړ وریدلی دی باران په آیینه کې
داماته چې زما په رنګې نه ښکاري هم زه یم .؟
تصویر چې مې جوړیږي هسې وران په آیینه کې
دغم کیسې دې چاته اوروې زړه به دې وچوي
هرکس دی لیونیه ! بندیوان په آیینه کې
اظهاره جوړې نن د قلندر ټوکه رښتیا شوه
کاږه دي ټول مخونه د دوران په آیینه کې


د زړونو استوګن د یو جهان په فاصله دی
راکوز ښکاري دریاب کې خو اسمان په فاصله دی
په تمه مې ژوندی کړي ، بې لوزۍ باندې مې وژني
وریځ راته نږدې ده او باران په فاصله دی
د تندې یو صحراده د خوږو اوبو ترمنځه
د دوو ساګانو ژوند د لوی تاوان په فاصله دی
خوشال یم چې افلاک راته د پښو لاندې پراته دي
خپه یم چې انسان هم د انسان په فاصله دی
نو څه پرې ؟ که دې اوښکه د بڼو په سر بلیږي !
داستوری رانه ورک د یو ارمان په فاصله دی
راټول چې مې دردونه کړې رنګونو کې تقسیم شم
اوس تا څنګه راخپل کړمه خپل ځان په فاصله دی
سپوږمۍد پلوشو په ژبه ګونګه شوه اظهاره
دا زه ترې لرې لاړم که جانان په فاصله دی



ما ورته ویل راځه چې مینه وکړو
پنډ یې په سر کړو د خشاکو ویل یې
ته د مړې ګیډې خبرې کوې

دکلي خان ترې مزدوري وخوړه
غریب کوچوان چې څه کولی نه شو
آسپه یې ټوله په چابک زخمي کړه

ورشه دکلي لیونۍ ته وایه
دلاس میچنی لږ په خیال ګرزوه
چې د قسمت کرښې ترې ورانې نه شي

د محبت د عظمتونو نه ځار
چې د زامنو یې ودونه جوړ شي
میندې په سپین سر ګډاګانې کوي



XS
SM
MD
LG