د لاسرسي ځای

تازه خبر

دځپل شویو له پامه غورځول د حکومت باور ته زیان رسوي


پاکستاني چارواکي د کوز دیر د ځانمرګي برید ځای ګوري- د ۲۰۱۰ز کال د فرورۍ میاشت
پاکستاني چارواکي د کوز دیر د ځانمرګي برید ځای ګوري- د ۲۰۱۰ز کال د فرورۍ میاشت

ژباړه: پامیر ساحل

د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ډان د امریکايي ناحکومتي ټولنې له تازه خپاره شوي رپورټه ځېنې ټکي راخیستي دي. د دې ټولنې یانې د جګړې پر مهال د بې ګناه خلکو د ښکار کېدو لپاره د کیمپېن یا کیمپېن فار انوسنټ وېکټمز اېن کنفلېکټ په خپل رپورټ کې ویلي په ۲۰۰۹ کې د افغانستان پرتله په پاکستان کې عام وګړي زیات وژل شوي، ژوبل او بې کوره شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي سربېره پر دې چې د ښکار شویو له پامه غورځول خطرناکه کار دی او پایلې به ولري؛ ملکي وژل شوي، ژوبل او بې کوره شوي کسان د امریکا، پاکستان، د مرستندویه هېوادونو د تګلارې جوړونکیو، پوځي چارواکو او نړیوالو ټولنو له لورې په یو ډول له پامه غورځول کېږي.

د جګړې پر مهال د بې ګناه خلکو د ښکار کېدو لپاره د کیمپېن ټولنه وايي د دې ښکار شویو چې یا خو ورته زیانونه ور په برخه شوي دي او یا هم د پوځي عملیاتو پرمهال بې کوره شوي دي، له پامه غورځول، د پاکستان د حکومت باوري کېدو ته زیان رسوي.

په ډان ورځپاڼې کې د دې خپور شوي رپورټ په یوه برخه کې ویل شوي چې د القاعده او نورو یاغي اورپکو ډلو پر ضد د پاکستان د پوځ د عملیاتو سربېره په ځانمرګي بریدونو کې عام وګړي، پولیس او سرتېري وژل شوي دي.
دا رپورټ له ۱۶۰ پاکستانیو وګړو سره تر مرکې وروسته جوړ شوی دی او دا هغه کسان دي چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د جګړې له کبله ځپل شوي دي او نېغ په نېغه ورته زیانونه اوښتي دي.

ډان ورځپاڼه لیکي د ملګرو ملتونو له لورې په یوه ريورټ کې ویل شوي چې د ۲۰۰۹ ګال پر مهال په پاکستان کې ۲۴۰۰ ملکي وګړي ووژل شول خو که د د جګړې پر مهال د بې ګناه خلکو د ښکار کېدو لپاره د کیمپېن د ټولنې رپورټ راواخیستل شي نو په دې کې ویل شوي چې له پاکستانیو سرتېرو سره د وژل شویو دا شمېر لا نور زیاتېږي.

د جګړې پر مهال د بې ګناه خلکو د ښکار کېدو لپاره د کیمپېن د ټولنې رپورټ زیاتوي چې ملکي وګړي د اورپکو او د پاکستان د پوځ په منځ کې راګېرېږي، او همداسې عدالت ته تر وړاندې کېدو مخکې وژل کېږي، د فېرقه ییزو نښتو او تاوتریخوالي او د چاودنو ښکارېږي.

XS
SM
MD
LG