د لاسرسي ځای

تازه خبر

خالد پښتون


خالد پښتون د کوهاټ د شاعرانو په منځ کې یو ممتاز مقام لري، دایې قلمي نوم دی خو اصلي نوم یې ( خالد مقصود ) دی. نوموړي په ۱۹۶۶م کال د اپریل په ۲۴ نېټه د کوهاټ په ( ځنګل خیل ) کې نړۍ ته سترګې غړولي دي .

ده پرایمري او مډل سکول په خپل کلي ځنګل خيل کې لوستي ، او د هايي سکول لپاره یې بیا په ګورنمنټ هايي سکول نمبر دو ، کوهآت کې داخله واخیسته.

د لسم جومات د ‎پاس کولو نه پس یې په ګورنمنټ ډګري کالج کوهاټ کې داخله واخیسته او ایف ای یې هلته نه وکړه. د څوارلسم جومات لپاره یې هم هلته داخله واخیسته خو د ځینو وجوهاتو له کبله ترې بي اې نیمګړې پاتې شوه.

خالد پښتون وايي، د وړوکوالي نه یې د شعر او شاعرۍ سره شوق و ، مطالعه یې خوښیدله ، لوبې به یې نه کولې او نه یې خوښیدلې. دی لا ډیر وړوکی و چې ریډیو به یې اوریده ، د پېښور ريډیو یې ترکلونو کلونو اوریدلې ده. همدارنګه یې د وحدت پښتو او مشرق اردو اخبارونه هم ډیر په مینه کتل. د مطالعې شوق یې تراوسه نه دی ختم شوی.

خالد پښتون چاپ شوي اثار نه لري ، خو په ګڼو اخبارونو کې ددوی شاعري خپره شوې ده ، او په مشاعرو کې دده د خولې نه اوریدلي شعرونه هم خلکو ته یاددي.

نوموړی اوس په کوهاټ کې اوسي او دده په وینا خپل شخصي کاروبار کوي ، پیسې د هغې لارې او کیسې د شاعرۍ دلارې ګټي.


د خالد پښتون د شعر یوه بېلګه



د وهم په تیارو کې او د شک په نیمه لاره

احساس راته اوس کیږي چې یم ورک په نیمه لاره

دا څرنګه طلب دی او دا څرنګه لټون ؟

ولاړ یمه حیرانه ( اوترک ) په نیمه لاره

نظر مې لیونی لیونی ګوري هر طرف ته

ورک شوی لکه مور نه وي هلک په نیمه لاره

خلوص د پښتنو مې د کابل سینې ته وړلو

لوټ شوی یم یارانو د بولدک په نیمه لاره

داچا جوړې یادکړی یم پښتونه ، نه پوهیږم

خوړلی مې نن بیا چې دی تیندک په نیمه لاره

XS
SM
MD
LG