د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکستان اپریدی


ترکستان اپریدی وايي چې اصلي نوم یې همدا ترکستان دی او دا چې قمبر خیل اپریدی دی نو ځکه یې تخلص ځان له اپریدی غوره کړی دی.

نوموړی د خیبر ایجنسۍ د باړې تحصیل په برقمبر خیل کې زیږیدلی دی . ددوی کورنۍ دسیمې منوره کورنۍ ګڼل کیږي او دخلکو مشري هم ورته ورپغاړه ده.

ترکستان تر دولسمه پورې سبک ویلی ، پرایمري یې په باړه ، مډل او هايي سکول یې په عالم ګودر او اېف اې یې په پرایویټ ډول د پېښور نه ویلې ده.

ترکستان چې کله ماشوم و نو د موسیقۍ د اوریدو سره یې ډیره مینه وه او د پېښور رېډیو سټیشن نه خپریدونکو سندرو به ترې زړه والوزولو . دی وايي د باسکټ بال لوبه یې هم ډیره خوښېدله .

ترکستان چې کله اتم جومات کې و نو دده یو ملګري اکرام الله به خپل لیکلي شعرونه ده ته اورول ، همداو چې دده شوق هم پیداشو چې سترګې دغزل په رنجو تورې کړي .

دی وايي د خاطر اپریدي شاعري یې ډیره خوښیدله او د هغې مینې نتیجه وه چې ده هم د اولس په ژبه په اسانه او خوږه ژبه کې شاعري پیل کړه .

د نوموړي د شعر کتاب تراوسه چاپ شوی نه دی ، خو وايي چې د څلورو کتابونو برابره شاعري یې کړې ده ، دی زیاتره د غزل په بڼه کې شاعري کوي.

د ترکستان اپریدي شاعري ددې دور تکړه هنرمندانو ویلې ده چې ورکې غزاله جاوید ، نازیه اقبال ، عروج مومند ، مسرت مومند ، حشمت سحر ، سرفراز ، اشرف ګل زار او شوکت محمود د یادولو وړ دي .

اولس ته د ترکستان اپریدي د شاعرۍ په رسولو کې سندرغاړو هم ډیر کار کړی خو ده پخپله هم په مشاعرو کې برخه اخیستې او د باړې ادبي جرګې غړی دی . همدارنګه کال په کال یې د رحمان بابا په مزار هم حاضري ورکړې ده او دهغه د کلیزې جشن کې یې خپل شعرونه خلکو ته اورولي دي.

ترکستان اپریدی دامهال د خیبر ایجنسۍ په پولیټکل ایډمینسټرۍ کې یو سرکاري عهده باندې کار کوي .

XS
SM
MD
LG