د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلمان تاثیر او پنجابي طالبان


د سلمان تاثیر قاتل ملک ممتاز حسین د عدالت مخې ته
د سلمان تاثیر قاتل ملک ممتاز حسین د عدالت مخې ته

د امريکا له واشنګټن ډي سي څخه فارېن پولیسي مجلې کې اسرا کیو نعماني په خپله مقاله کې کاږي، د خپل یو ساتونکي لخوا د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر ظالمانه وژنه د هغه له زړور دریځ سره تړلې خبره ده چې د توهین رسالت په تور د یوې عیسوۍ د مرګ سزا سره یې مخالفت درلود.

خو ددې پرته سلمان تاثیر یو بل مهم دریځ له دې ټينګار سره په ډاګه درلود، چې په پنجاب کې تحریک طالبان پاکیستان یا په بل عبارت پنجابي طالبان شتون لري،چې د لیکونکې اسرا کیو نعماني په خبره دغه ډلې د جیش محمد، حرکت المجاهدین، لشکرې طیبه او سپاهې صحابه په نامه فعاله دي.

په فورین پولیسي ګڼه کې لیکونکې اسرا کیو نعماني کاږي چې تېر جون د پاکیستان یوې مشهورې انګریزې ورځپانې د سلمان تاثیر یو بیان تر دې سر لیک لاندې خپر کړی وو چې ٬٬پنجابي طالبان یو حقیقت دی٬٬ .



اسرا کیو نعماني کاږي چې د پنجاب ګورنر ځکه هم د پنجابي طالبانو په اړه زړور دریځ درلود، چې دغه اورپکې ډلې دده په سیمه بهاولپور او رحیم یارخان کې فعاله وې.چې د لیکوالې په خبره په جوماتونو ،بازارونو او پولیس تاڼو کې د بې ګنا خلکو په وژنه کې هم ددغه ډلو لاس دی.او دتوهین رسالت په تور د مرګ تر سزا لاندې عیسوۍ مېرمن اسییه بي بي د وژنې غږ هم د دغه پنجابي طالبانو ملاتړو راپورته کړی دی.

په فورین پولیسي ګڼه کې لیکونکې ، اسرا کیو نعماني کاږي، چې د پاکیستان لپاره غوره لاره دا ده چې که سلمان تاثیر ته درناوی پیرزو کوي نو پکار ده ،چې د پنجابي طالبانو حقیقت ومني او له مینځه یې یوسي .اسرا کیو نعماني کاږي ،چې امریکا او لویدیځ ته پکار ده، چې دا خبره درک کړی چې د تندلاریتوب او اورپکی ستونزه یوازې په افغانیستان او د فاټا قبایلي سیمه کې وجود نلري بلکه د پاکیستان مرکزي سیمه پنجاب یې یو لوی ګړ او مرکز دی.



په فورین پولیسي ګڼه کې لیکونکې اسرا کیو نعماني کاږي، د امريکایانو لپاره د پنجابي طالبانو دړکې داسې څه نه دې چې د یوې لرې پرتې سیمې مسله ده. بلکه همدغه پنجابي طالبان وو چې په ممبی کې یې په ۲۰۰۸ م کال بریدونه وکړل.

په فورین پولیسي ګڼه کې لیکونکې اسرا کیو نعماني کاږي پاکیستاني سیاستوالو ته پکار ده چې د سلمان تاثیر غوندې زړور ګام پورته کړي که نه نو دا بلا به د لیکونکي خبره پاکیستان دړې وړې کړي.




یو مېرمن د سلمان تاثیر تصویر ته وړاندې شمع ږدي

XS
SM
MD
LG