د لاسرسي ځای

تازه خبر

اساما بن لادن څوک وو


اسامه په ۱۹۸۹ م کال د افغانستان په جلال آباد کې
اسامه په ۱۹۸۹ م کال د افغانستان په جلال آباد کې
اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ کال د ۱۱م ستمبر د نیویارک بریدونووروسته په نړۍ کې ډیر مشهور شو په دغه پیښه کې د ۳۰۰۰ نه زیات خلک وژل شوي وو.

اسامه بن لادن په ۱۹۵۷ کال کې د محمد بن لادن په کور کې پیدا شو چې په ۵۲ خویندو روڼو کې په اوولسم نمبر وو. کروړپتي محمد بن لادن تعمیراتي ټیکیدار وو چې په سعودي عرب کې ۸۰ فیصده سړکونه دهغه کمپنۍ جوړکړي دي.

په ۱۹۶۸ کې محمد بن لادن د هیلي کاپټر په یوهحادثه کې مړشو او اسامه دپلار دمرګ نه پس دهغه کاروبار په خپلو لاسو کې واخیستوچې ویل کېږي هغه وخت اربونو ډالرو ته رسیدلې وو.

دجدې په شاه عبدالعزیز یونیورسټۍ کې دتعمیراتي انجینرنګ د زدکړو پرمهال داسامه رابطه له سخت دریزه اسلامي نظر لرونکي طالبعلمانو اواستاذانو سره وشوه او دغلته په بحثونو او مطالعه کې نوموړي دا نظر خپل کړو چې د مسلمانانو د زوال وجه صرف غربي نړۍ ده.

په ۱۹۷۹ کې په افغانستان د شوروي یرغل د اسامه ژوند د تل دباره بدل کړو
او د کمیون ازم پرضد یې دغه هیواد کې د مجاهدینو ترڅنګ تر لسو کالوپه جنګ کې برخه واخیسته.

خفیه رپورټونه وايي امریکايي استخباراتي ادارې سي آيي اې د اسامه په شمول د شوروي اتحاد پرضد مجاهدینوته تربیت او وسلو ورکولو کې مهم کردار لوبولې دې خو ددغه جنګ وروسته په نظریاتو کې لوی بدلون راغلی .

د ۱۹۹۱ دخلیج جنګ د اسامه نفرت د روس پرځای د امریکا لور ته ورګرځو. ددې جنګ په سلسله کې د درې لکهه نه زیات امریکايي ځواکونه چې پکې ښځې هم شاملې وې سعودي عرب کې میشت شو د اسامه په نظر دا دسعودي عرب د خاورې سپکاوی وو،او هغه یې د بدل اخیستو سوګند وکړ. او په دې لړ کې یې په منځني ختیز کې د خپل نظر یو شمیر نور ملګري راغونډ کړل چې دامریکا نه یې نفرت کولواو د جنګ تربیت ورکول یې شورو کړو.

په ۱۹۹۴ کال کې د امریکا دفشار په ترڅ کې د سعودي عرب حکومت د اسامه شهریت ختم کړو اودا راز په کال ۱۹۹۶ کال کې نوموړی افغانستان ته ولاړ چې د جنګونو او ناآرامۍ له امله یو نا قانونه خاوره ګرځیدلې وه او څو میاشتې وروسته سخت دریزه وسله والو طالبانو یې سرښار کابل باندې قبضه وکړه.

که څه هم پخپله یې ګرځیدل محدود شو خو په نړۍ کې له پراخه کاروبارونو نه ورته ډیر لويه ګټه راتله چې دالقاعده ډلې په تنظیم اوتربیت یې لګول شورو کړو او دنورو وسله والو ډلو سره یې هم اتحادونه وکړل.

د۱۹۹۸ کال په فبرورۍ کې اسامه یوه فتوي جاري کړه چې پکې یې ویلي وو د امریکیانو او دهغوي د ملګرو وژل په مسلمانانو باندې فرض دي.

ددې فتوې نه شپږ میاشتې وروسته په کینیا او تنزانیه کې په امریکايي سفارتخانو بریدونه وشو چې پکې ۲۲۴ کسان وژل شوي او خوا اوشا ۵۰۰۰ ژوبل شوي وو چې پړه یې په اسامه او دهغه په ملګرو اچول کیده. اوهم له دې وجې د امریکا استخباراتي ادارې ایف بي آيي په انتهايي مطلوب خلکو کې شامل کړو او پر سر یې دوه نیم کروړه ډالره انعام مقرر کړو.

په دغه موده کې امریکا دخپلې بحري بیړۍ نه په اسامه باندې افغانستان کې میزایلي بریدونه وکړل خو هغه ددغه ځای نه په وتلو کې بریالې شو.

دا ډول په توره بوړه کې هم د طالبانو د حکومت ړنګیدو وروسته امریکايي ځواکونو دهغه نه د چاپیره کیدو دعوي کړې وه خو دغه ځای نه هم په وتلو کې بچ شو.
امریکا په وار وار ویلي وو چې اسامه په پاکستان کې موجود دې خو پاکستاني چارواکو ددې تردید کړې وو. خو تیره شپه دامریکا صدر باراک اوبامه اعلان وکړ چې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ آبادښار کې په خصوصي املیاتو د خپلو څو تنو ملګروترڅنګه وژل شوی دی .
XS
SM
MD
LG