د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژل شو




د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره شپه اعلان وکړ چې د امریکا تر ټولو لوی اشتهاري د القاعده جوړونکی او مشر اسامه بن لادن ووژل شو. باراک اوباما زیاته کړه چې دامریکايي پوځیانو د عملیاتو په ترڅ کې یې اسامه بن لادن په پاکستاني خاوره کې دننه ووژلی .

ولسمشر اوباما وویل ً نن شپه زه امریکايي ولس او نړۍ ته دا خبر ورکوم چې امریکایانو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې مشر او یو ترهګر اوسامه بن لادن ووژلی چې د زرګونه بې ګناه کسانو ، مېرمنو او ماشومانو د وژلو زمه وار وو ً

امریکايي ولسمشر باراک اوباما تېره شپه ناوخته له سپینې ماڼۍ څخه په وینا کې وویل چې د اوسامه بن لادن وژل کېده د امریکا لپاره تر ټولو لویه لاس ته راوړنه ده .

ًولسمشر اوباما زیاته کړه ً القاعدې ته د ماتې ورکولو په هڅه کې د اوسامه بن لادن وژنه زموږ د ملت یوه تر ټولو لویه لاس ته راوړنه ده . که څه هم د هغه وژنه زموږ هڅې پای ته نه رسوي خو په دې کې هیڅ شک نشته چې القاعده به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي . موږ به په کور دننه او بهر تل بیداره اوسو ً .

د امریکا ولسمشر اوباما وویل ،ً د دې یادول ډېر مهم دي چې د ترهګرۍ ضد همکارۍ کې د پاکستان په مرسته موږ هغه مرکز ته ورسېدو چې اوسامه بن لادن په کې پټ وو . په دې کې شک نشته چې بن لادن د پاکستان په وړاندې هم جګړه پیل کړې وه او پر پاکستاني ولس یې د بریدونو امر ورکاوو . نن شپه ما ولسمشر زرداري ته ټلیفون وکو او زما د ډلې کسانو هم له خپلو پاکستاني ساریو سره خبرې وکړې دوي پر دې سلا دي چې دا زموږ د دواړو ملتونو لپاره یوه نېکمرغه او تاریخي ورځ ده ً .
XS
SM
MD
LG