د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې وزیرستاني کډوال د مرستو غوښتنه کوي

په خوست کې وزیرستاني کډوال د مرستو غوښتنه کوي
نجیب الله الوخېل
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران له افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو غوښتنه کوي، چې دوی سره د خوراکي شیانو او د ژمي لپاره د سونګ توکو مرستې وکړي.
دوی وايي، وزیرستاني کډوال کاروبار نه لري او نشي کولی د خپلو کورنیو لپاره د اړتیا وړ توکي راونیسي.
بل لوري ته ددې ولایت د کډوالو چارو ریاست چارواکي د کډوالو ستونزې مني، خو وايي، نړیوال خوراکي سازمان او نورو مرستندویه بنسټونو کډوالو لپاره مرستې کمې کړي او ممکن په ۲۰۲۰ ز کال کې هغوی د خوراکي توکو په برخه کې خپلې مرستې بندې کړي.
د خوست د ګلان کېمپ په ګډون ددې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو مشران وايي، چې افغان حکومت او د کډوالو په برخه کې نور مرستندویه بنسټونه دې، دوی سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړي.
نړیوال خوراکي سازمان په روان ۲۰۱۹ ز کال کې وزیرستانیو ته د خوراکو توکو مرستې سمې نیمايي کمې کړې او اوس دا انديښنه هم شته، چې ممکن دوې میاشتې وروسته بیخي بندې شي.
وزیرستاني کډوال مولوي احمد افغان مشال راډیو ته وویل، یونسیار به تیرو ژمیو کې دوی ته د سونګ توکو د رانیولو لپاره دوه-دوه سوه ډالر ورکول، خو سږ کال تر اوسه ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې.
دی زیاتوي، د افغانستان ژمی سوړ دی او کډوال د خوست، پکتیا او پکتیکا په سړو او غرنیو سیمو کې اوسیږي، نو دوی سره باید مرستې وشي.
قومي مشر ملک حبیب خان مده خېل هم له افغان حکومت او مرسته کوونکو ادارو وغوښتل، چې دوی سره مرستې وکړي، ځکه کډوال پدې ځای کې د ګټې وټې نورې لارې چارې نه لري.
په ګلان کېمپ کې د کډوالو یو بل مشر جمشید له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې نړیواله ټولنه دوی سره مرستو ته وهڅوي.
جمشید خان نورو ستونزو ته هم اشاره کوي او وايي، یوه میاشت وروسته د ګلان کېمپ ته د اوبو د رسولو قرارداد چې ډاکار سره شوی ختمیږي او کډوال نشي کولی د دې لګښت پر غاړه واخلي.
دی زیاتوي، کډوالو لپاره دې د حرفوي زده کړو یا کسبونو برنامې جوړې شي او د دوی ماشومانو ته دې، د زده کړو بهیر نه درول کیږي.
د ګلان کېمپ اوسیدونکی داود مسید وايي، نړیوال خوراکي سازمان اوس په هغه اندازه خوراکي توکي نه ورکوي، چې دوی سره يې ژمنه کړې وه.
دی ګواښ کوي، کچیرې د کډوالو غوښتنې وانوریدل شي، نو سوله ییز لاریونونه به وکړي.
د خوست د کډوالو رئیس محمدهاشم حلیم د کډوالو غوښتنو ته په کتو وايي، دا چې د کډوالو لپاره بیړنۍ حالت پای ته رسیدلی، نو د نړیوال خوراکي سازمان مرستې کمې شوي دي.
دی زیاتوي، په خوست کې میشتو کډوالو سره د کال په اولو دریو میاشتو کې مرسته شوې، همدرانګه د کال د اخرو دریو میاشتو د مرستې ژمنه هم ورسره شوې، چې د یوې میاشتې د مرستې ویش يې عملاً دوام لري.
نوموړی وايي، ممکن راتلونکی زیږدیز کال کې نړیوال ډونران د خوراکي توکو په برخه کې مرستې ته حاضر نشي، خو دی له نړیوالو مرستندویانو غواړي، چې دې خلکو لپاره د دایمي کسب او شغل زده کړه ورکړي، تر څو په دایمي توګه خودکفاء شي.
د خوست د کډوالو چارو ریاست د مسوولینو په وینا، چې دوی سره د وزیرستانیو کډوالو خواوشا ۷ زره بایومیټریک شوي کورنۍ ثبت او راجسټر دي، خو لدې سربیره د دوی تر ۲ زره ډیرې داسې کورنۍ دي، چې بایومیټریک نه دي او مرستې هم ورسره نه دي شوي.
د کډوالو مشران وايي، دوی نه یوازې د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري، بلکې د استوګنې ځایونه يې هم داسې دي، که حکومت او مرسته کوونکي ورته دایمي پاملرنه ونه لري، هغوی ته د هر ډول ستونزو د پيښیدو احتمال نشي ردیدلی.






نور پورته کړئ

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG