د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې درې زره کورونو ته برېښنا ورسول شوه

نن د دوشنبې په ورځ د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو د ۷ ستر کلیو درې زره کورونو ته وارداتي برښنا ورکړل شوه.
د خوست چارواکي وايي، چې دې کلیو ته د برېښنا په غځونه او د نورو اړوندو وسایلو په نصب باندې ۱،۴ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.
خوست دا مهال د پنځلس زره کورونو لپاره د ۳۲ میګاواټه په ظرفیت وارداتي برښنا لري، خو له درېوو میاشتو چې خوست له وارداتي برېښنا سره نښلول شوی، د مزو د غځولو په برخه کې د نیمګړتیاوو له کبله د برېښنا لږه برخه توزیع شوې ده.
د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ درې زره کورونو ته د وارداتي برېښنا غځولو، وېش او فعالیدو په پار ناسته د یادې ولسوالۍ د حیدرخېلو د مقبلو په جومات کې جوړه شوې وه.
د یادې ناستې په څنډه کې خوست والي محمد حلیم فدايي مشال راډیو ته وویل، که خلک غواړي، چې د دوی د کورونو لپاره د برېښنا د وېش او غځولو بهیر چټک شي، نو میټر دې واخلي او د برښنا شرکت حساب ته دې میاشتنۍ لګښت په خپل وخت جمع کړي.
د ښاغلي فدايي په خبره د عوایدو په ډېرو سره د برښنا د غځولو او وېش بهیر چټکیدلی شي.
په خوست کې وارداتي برښنا په لومړي سر کې د ښار د برښنا له پخوانۍ شبکې سره چې 2020 کورونه په کې دي، ونښلول شوه، خو تر اوسه ډیریو ښاري پروژو ته هم نه ده ورکړل شوې.
د خوست د برښنا شرکت رئیس وايي، دوی په پروژه کې د برښنا ۹۰ برجونه لري، چې لس يې پدې ځای کې دی او پر پاتې اتیاوو برجونو هم په چټکۍ کار روان دی.
نوموړي زیاته کړه:
''په خوست کې د برېښنا د سب سټیشن ظرفیت د اوسمهال لپاره ۳۲ میګاوات ولټ امپیره دی او اوسنۍ پروژه يې د پنځلس زره کورونو ته د برښنا ویش دی، چې د برښنا ۹۰ برجونه نصبیږي، چې لس يې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د حیدرخېلو په څو کلیو کې نصبیږي او د اتیا نورو برجونو په نصبولو هم کار روان دی.''
د چارواکو په وینا د دوی د برښنا د ویش بهیر داسې دی، چې هر کوربه ځانته د برېښنا میتر اخلي، چې تر اوه نیم زره افغانیو پورې لګښت ورباندې راځي.
که څه هم درې زره کورونو ته د برښنا د توزیع په مراسمو کې چارواکو پدې انديښنه څرګنده کړه، چې خلک د میټرو او مزو په غځولو کې فعال نه دي، خو د همدې کلي یو اوسیدونکی استاد شاهد بیا ملامتیا د برښنا په شرکت واچوله، چې بار-بار ورتګ سره هم دوی ته میترونه نه ورکول کېدل.
خوست ته د وارداتي برېښنا لېږد د خوستوالو هغه زړه هیله وه، چې په وروستیو پنځو کلونو کې د افغان ولسمشر په ګډون يې ټولو چارواکو سره په ټېنګار شریکه کړې وه.
چارواکي وايي، د کورونو لپاره د یو کیلوواټ برښنا بیه پاو باندې شپږ افغانۍ او سوداګریزو ساحو لپاره يې بیه (۱۷) افغانۍ ده، خو د جوماتونو برښنا وړیا ده.
دا پداسې حال کې چې لدې مخکې د خوست ښار حرارتي برښنا عوامو ته یو کیلو واټ په (۳۷) افغانۍ او سوداګرو ته په (۴۰) افغانۍ ورکول کېده.

نور وښیئ

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG