د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مسلم لیګ (ن) پلویان د ګرانۍ ضد احتجاج کوي


د ارشیف انځور

اسلام باد ـ اپوزېشن ګوند مسلم لېګ (ن) د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، په ټول پاکستان کې یې د حکومت خلاف مظاهرې پیل کړي او ترېنه به غواړي چې استعفا دې ورکړي.

هغوی دريځ لري چې د عمران خان په وزيراعظمۍ کې ملک د پرمختګ پر ځای په شا تګ کړی دی، ګراني زياته شوې ده، اقتصاد خراب دی، سياسي حالات بې ثباته دي او د بيان پر ازادۍ بندېز دی.

دا هغه وجوهات دي چې د هغوی په وېنا له کبله دې يې وزيراعظم استعفا ورکړي او بيا دې ټاکنې وشي.

په خیبر پښتونخوا کې د مسلم لیګ (ن) ګوند ویاند اختیار ولي د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د حکومت د ناقصو پالیسیو له وجې ولس له سختو ستونزو سره مخ دی، نو ځکه یې پر ضد دوی خپل اعتراضونه پیلوي:

"موږ په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې، په هره ضلع کې د پریس کلبونو په وړاندې د حکومت ضد مظاهرې کوو. زموږ غوښتنه ده چې وزیراعظم عمران خان دې استعفا ورکړي او له سره دې انتخابات وشي."

په پاکستان کې د عمران خان پر حکومت نیوکې کېږي چې د تېرو څو کلونو پرتله اوس ګراني ډېره زیاته شوې ده او د خلکو ژوند یې له کړاوونو سره مخ کړی دی.

خو حکومتي لوری بیا دا نه مني او بل نظر لري. د وزیراعظم د مالي چارو سلاکار عبدالحفیظ شېخ او د اقتصادي چارو وزیر حماد اظهر تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې په تېرو پنځو میاشتو کې د ملک اقتصاد ښه شوی او نړیوالو مالیاتي ادارو هم د دې خبرې پخلی کړی دی.

هغوی ویلي چې د ۲۰۲۰م کال په لومړیو دوو میاشتو کې به په نرخونو کې کمی راشي. په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه ډاکټر معراج الحق مشال راډیو ته وویل، حکومت له پکار دي چې د ګرانۍ د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي:

"کله چې په ملک کې له یوې خوا ګراني او له بلې خوا اقتصادي زوال وي نو غربت او بې روزګاري سېوا کېږي. حکومت له پکار دي چې فوري اقدامات وکړي. ځکه د دې حالت نه وتل به زیات وخت نېسي. که حکومت اوږد مهالې اقتصادي پروژې عملي نه کړي، راتلونکي وخت کې به دا ستونزه لا نوره زیاته شي."

بل پلو، وزیراعظم عمران خان او نورو وفاقي وزیرانو په وار وار ویلي چې له تېرو حکومتونو نه ورته په میراث کې خراب اقتصاد پاتې شوی او اوس یې دوی د ښه کولو هڅه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG