د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونالډ ټرمپ او عمران خان پر افغان سوله غږېدلي


ولسمشر ډونالډ ټرمپ او وزیر اعظم عمران خان د سويس په ډاوس ښار کې سره وکتل
ولسمشر ډونالډ ټرمپ او وزیر اعظم عمران خان د سويس په ډاوس ښار کې سره وکتل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره پاکستاني وزیر اعظم عمران خان لیدلي او د سیمې پر امنیت او خپلمینځيو اړیکو يې خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو د جنورۍ پر ۲۱مه د سویټرزلینډ په ډاوس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډو کې سره لیدلي دي.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ او عمران خان د لیدنې یوه وډیو هم خپره کړې چې پکې دواړه پر اقتصاد، کشمیر او د پاکستان او هند پر اړیکو غږېږي.

امریکايي ولسمشر وویل واشنگټن د پاکستان او هند ترمنځ ورستی تاوتریخوالی له نږدې څاري او د دواړو گاونډيو هېوادونو اړیکو ښه کولو کې په "رښتیا" مرسته کوي.

پر دې مهال عمران خان وویل، له ولسمشر ټرمپ سره به پر افغانستان او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پر مذاکراتو خبرې کوي. "موږ دواړه په سوله کې او په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو له لارې بدلون کې دلچسپي لرو."

عمران خان وویل د افغانستان پر موضوع امریکا او پاکستان دواړه یو دریځ لري.

خو په تېرو وختونو کې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په لړ کې د پاکستان پر کردار ټکونه کړي دي.

د ٢٠١٨ز کال په لومړي ټویټ کې ولسمشر ټرمپ وویل د ترهگرۍ پرضد هلو ځلو کې پاکستان له امریکې په اربونو ډالرې اخیستي خو په بدل کې ورسره پاکستان له درواغو کار اخېستی دی. د ولسمشر ټرمپ حکومت د پاکستان پوځي امداد هم بند کړی دی.

د ولسمشر ټرمپ د خبرو په ځواب کې پاکستان ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.

په ډاوس کې د عمران خان سره د ملاقات په موقع د ولسمشر ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې ایا د هند د سفر په موقع به هغه پاکستان ته هم ځي؟ نو امریکايي ولسمشر څه کره ځواب و نه ویلو خو زیاته یې کړه چې د تېرو وختو په مقابل کې دا وخت دواړه هېوادونه ډېر نژدې دي.

نړیوال مشران د هر کال په پیل کې په ډاوس کې راغونډېږي او د اقتصاد ترڅنگ پر یوشمېر نړیوالو موضوعاتو بحث کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG