د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکي او یونان پر پوله ۱۰ زره کډوال ولاړ دي

د یونان چارواکو  د ۱۰ زرو داسې کسانو مخه نیولې چې هغه هیواد ته د ننوتلو هڅه یې کوله. 
د یونان چارواکو د ۱۰ زرو داسې کسانو مخه نیولې چې هغه هیواد ته د ننوتلو هڅه یې کوله. 

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، د ترکي او یونان پر پوله لږ تر لږه ۱۳ زره کډوال د دې لپاره غونډ شوي دي چې اروپا ته ننووځي.

دا له هغه وروسته ده چې ترکي د فبرورۍ پر ۲۹مه اشاره ورکړه چې په ترکي کې موجود کډوال به اروپا ته له تلو راونه ګرځوي.

د یونان چارواکو ویلي چې هغوی لږ تر لږه د ۱۰ زرو داسې کسانو مخه نیولې چې هغه هیواد ته د ننوتلو هڅه یې کوله.

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان له اوږدې مودې دړکه کړې چې له ګاونډي هیواد شام څخه به ورغلي میلیونونه کډوال پر اروپا ورپرېږدي.

ولسمشر اردوغان وايي اروپا له ترکي سره د کړو وعدو په پوره کولو کې پاتې راغلې ده.

د هغه په وینا ، په دې وعدو کې دا هم شامل وو چې اروپا به د کډوالو د مخنیوي په بدل کې ترکي ته د مرستې په توګه په اربونو یورو ورکوي.

​
XS
SM
MD
LG