د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال پاکستان کې د پاتې کېدو موده غځول غواړي


د اسلام اباد په کیمپ کې یو افغان ماشوم له ټایر سره لوبې کوي
د اسلام اباد په کیمپ کې یو افغان ماشوم له ټایر سره لوبې کوي

په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو د هوارۍ کمېټۍ له حکومته غوښتنه کړې چې په هغه هېواد کې دې یې د اوسېدو موده وغځوي.

د جولای پر نهمه په پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته د کميټۍ مشر ارسلا خان خروټي وویل، دا مهال د افغان کډوالو د کارډونو موده کله یو کال او کله شپږ میاشتو غځول کېږي چې له کبله يې کاروباري افغانان له مالي ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي وايي، د کډوالو کېمپونو د ځمکې ملکيت ډېره لويه ستونزه ده چې له کبله یې یو شمېر خلک د کېمپونو کډوال بې دخله کوي نو دې مخنيوې وشي.

دا مهال په پاکستان کې د کډوالو په کېمپونو او بهر تر ۱۴ لاکه زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو قانوني موده د ۲۰۲۰ز کال د جون پر ۳۰مه پای ته ورسېده.

په هغه هېواد کې د سرحدي او قبایلي چارو وزارت (سیفران) وفاقي کابینې ته د کډوالو د پاتې کېدو مودې غځولو لیک استولی چې لا حکومت نه دی منظور کړی.

خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) چارواکي وايي، د پاکستان حکومت د افغانانو د پاتې کېدو مودې غځولو ژمنه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG