د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان وايي د طالبانو او امریکې ترمنځ له ممکنه موافقې خبر دی


افغانستان وايي د افغانانو د برخلیک په اړه پرېکړې د هغوی او طالبانو ترمنځ په مخامخ رسمي خبرو کې کېږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ موافقه چې د لاسلیک کېدو خبرې یې کېږي، د افغانستان له حکومت سره مستقیماً ارتباط نه لري، خو هغوی یې له جریانه خبر دي .

د یاد وزارت ویاندې، ناجیې انوري د جنورۍ پر ۱۸مه، مشال راډیو ته وویل، په هغه موافقه کې داسې موارد نشته چې په افغانستان پورې تړلې وي.

نوموړې وویل، د افغانستان او د افغانانو د برخلیک په اړه پرېکړې به د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ په مخامخ رسمي خبرو کې کېږي:

"هغه مذاکرې چې اوسمهال روانې دي، هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ دي. هغه څه چې هغوی یې لاسلیکوي، د هغوی خپلمنځي موضوع ده، په هغه کې شامل مسایل، شرایط او څه چې لاسلیکېږي، د افغانستان او د افغانانو د برخلیک په اړه پرېکړه نه کوي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د ۲۰۱۹ کال په جولای کې په دې اړه چې له طالبانو سره د موافقې لپاره کومې اساسي مسلې مطرح دي ویلي وو: "هغه څلور اساسي موضوعات چې بحث ورباندې کوو تروریزم، په افغانستان کې په اینده کې د امریکا د قواوو موجودیت، د افغانستان له حکومت سره مذاکره او اوربند دي."

خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازو سره خبرې جاري ساتلې دي.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جنورۍ پر ۱۸مه، د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي وو چې له امریکا سره په خبرو کې یې ډېر پرمختګ کړی او ښايي د جنورۍ میاشتې ترپایه موافقه لاسلیک شي.

خو د خلیلزاد له لوري په دې اړه لا کوم بیان نه دی خپور شوی.

دا هم نه ده څرګنده چې دواړه خواوې پر هغو اساسي څلورو مسلو په بحث کې کومې پایلې ته رسېدلیي او که نه؟

خو د پاکستان لپاره د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال د جنورۍ پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې د سولې د پروسې د راتلونکې په اړه خوشبین دی.

زاخېلوال زیاته کړه چې د ټول افغانستان په کچه تشدد کم شوی دی او دا د طالبانو له لوري نرمښت څرګندوي.

هغه د افغانستان پر دولت غږ وکړ چې له موقع استفاده وکړي.

اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د ټول افغانستان په کچه تشدد کم شوی دی او دا د طالبانو له لوري انعطاف څرګندوي.
اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د ټول افغانستان په کچه تشدد کم شوی دی او دا د طالبانو له لوري انعطاف څرګندوي.

زاخېلوال وویل: "طالبانو هېڅ کله اوربند نه دی رد کړی، خو په بین الافغاني مذاکراتو کې باید توافق ورباندې وشي. هغوی پر دې هم سلا شوي چې له امریکا سره د توافق تر لاسلیک وروسته په لسو ورځو کې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته حاضر شي."

یوشمېر خبري رسنیو تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په حواله وویل چې طالبانو په معیین وخت کې، د تشدد له کمولو سره موافقه کړې ده.

خو د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د جنورۍ پر ۱۸مه، پر ټوېټر لیکلي چې اوربند له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د مخامخ خبرو د پیل لپاره مخکینی شرط دی.

د هغه ویاندې ناجیې انوري د دې خبرې د لا وضاحت لپاره مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان دولت له طالبانو سره د رسمي خبرو تر پیل مخکې اوربند غواړي او دا شرط د بې ګناه افغانانو د قتلونو د مخنیوي لپاره دی.

انوري زیاته کړه چې د افغانستان دولت او خلک یوازې پر دې قناعت نه شي کولای چې طالبان به د تشدد له کمولو سره موافق وي.

خو پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال د افغانستان د حکومت د هغه شرط په اړه وویل چې په سختو دریځونو او تندو خبرو باید د سولې لپاره موقع ونه بایلل شي او له موجودو شرایطو سره باید ستراتيژیک چلند وشي.

ایا حکومت اندېښنه لري چې وسله وال طالبان به له امریکا سره د موافقې تر لاسلیک وروسته، له دوی سره له خبرو او د اوربند له ټینګولو شاته شي؟

زاخیلوال وویل، اندېښنې به وي خو سوله په دې ارزي چې حکومت هر ممکن خطر ومني.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

غور کې د یو ماشوم پټې سترګې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:43 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG