قانونپوهان وايي د پاکستان په عدالتونو کې دا وخت ۸۰ فيصده مقدمې سياسي دي چې له وجې يې نورې مقدمې په ټپه ولاړې دي. دوی دا غوښتنه هم کوي چې پوځي عدالتونه دې ختم کړل شي.
دا مهال په پاکستان د نوي (۹۰) اربه ډالرو نه زيات قرض پورې دې او هر کال په سوونو اربه روپۍ په ېادې قرضې د سود په مد کې ورکوي.
له اسلام اباده د تښتول شوي پوليس افسر طاهر دواړ چې وروسته یې مړی د افغانستان له ننګرهاره وموندل شو، زوی امجد داوړ وايي د وزيراعظم عمران خان سره يې ملاقات کې خپله دا غوښتنه تکرار کړه چې د پلار د وژنې پلټنې دې يوه نړيوال اداره وکړي.
د پاکستان وزيراعظم د امريکايي ولسمشر د بیان په ځواب کې ویلي چې د پاکستان پر ضد د ښاغلي ټرمپ کړې څرګندونې بايد سمې کړل شي.
د پاکستان د سېنټ پخواني چېرمېن او د پپلز ګوند مخکښ سنېټر رضا رباني ویلي دي چې په ملک کې یوازې د سیاستوالو احتساب کول د منلو وړ خبره نه ده.
د پاکستان زیاتره لویو ګوندونو د طاهر داوړ تښتول کېده او بیا وژل کېده غندلي او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده خو د نوموړي کورنۍ د پاکستاني وزیراعظم عمران خان له خوا د پلټنو امر رد کړی دی.
د اسلام اباد ښارپرمختيايۍ ادارې (سي ډي ای) لادرکه ډايرېکټر ایاز خان پر خپل ویډيو پیغام کې وايي، دی ورک نه دی بلکې په ډېره اسماعیل خان کې د خپلوانو کره تللی دی.
محسن داوړ پر خپل ټویټر لیکي، دی پوهېږي چې زموږ پلټونکې ادارې له ځینو زورورو تپوس نه شي کولی نو پر دې اساس د پلټنو لپاره د وزیر اعظم عمران خان امر ردوي
د بریتانیا یو شمېر مسلمانانو له خپل حکومته غوښتنه کړې چې په پاکستان کې محاکمه شوې عیسوۍ ښځې، اسیې ...
عمر زاخيلوال وايي،سيپېک پروژه د دې سيمې په پرمختګ کې مهم کردار لوبولی شي. نوموړي دا څرګندونې په اسلام کې د پاکستان، افغانستان او چين ترمینځ د درې- اړخيزه ډايلاګ په څلورمه غونډه کې کولې.
د احتساب په برخه کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان سلاکار مرزا شهزاد اکبر د نومبر په دولسمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل د دوی څېړنو ښودلې چې له ملکه اوه سوه اربه روپۍ د مني لانډرينګ يا پېسو مينځلو له لارې نورو هېوادونه ته ويستل شوي دي.
راپورونه وايي د یکشنبې په سهار د ایران او پاکستان په سرحدي پوله په ډزو کې دوه پاکستانیان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
نور پورته کړئ