په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو مبارزه کونکي وایي چې په دغه صوبه کې د کم-عمرۍ د ودونو مخنیوي په اړه صوبایي اسمبلۍ کې ناست سیاستوال سنجیده نه دي.
ای اېم اېف یا د پیسو نړیوال صندوق چارواکي چې له تېرو څو ورځو راهېسې په پاکستان کې دي، له حکومتي چارواکو سره په لیدو کتو بوخت دي.
نذیر وايي "که دې وزیر صاحب له ترهګرو سره ملاقات کړی وي" نو کېدای شي چې د تحریک انصاف مشرانو په صوبه کې د "سختدریځو د پلویانو د ووټونو تر لاسه کولو لپاره" دا کار کړی وي.
د پاکستان بهرنيوو چار وزير شاه محمود قريشي د سپتمبر په نهه ويشتمه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وويل چې که هند پر لاين آف کنټرول پر پاکستان د محدودو حملو کولو په فکر کې وي نو پاکستاني ځواکونه به ورته او سخت ځواب ورکړي.
دا ډول اقدامات به په پاکستان کې پر "خپل ځان سېنسرشېپ لا پیاوړی" کړي او که د ډان په څېر لویه رسنیزه اداره له داسې نتیجو سره مخامخېږي نو بیا به "څوک په هېواد کې د ریښتیا ویلو جرات وکړای شي؟"
په اسلام اباد کې د نړيوال مالي صندوق د استازي دفتر مشال راډيو ته وويل چې د سپتمبر په اوه ويشتمه پاکستان ته ورغلی د دې ادارې پلاوی غواړي له دغه هېواد سره د قرض د ورکړې په اړه هراړخیزې خبرې ولري.
پخوانی برېګېډییر سید نذیر وايي، اوس داسې ښکاري چې پوځ د مشرف پوره ملاتړ نه کوي. دی وايي، د دې لامل دا دی چې په پوځ کې د مشرف پخواني همکاران او ملګري رېټایر (تقاعد) شوي دي او د پوځ مشرتابه چارې دویم دور ته داخلې شوې دي.
پروسږ کال د پاکستان کورنيو چارو وزارت ويلي ول چې د ترهګرۍ خلاف جوړې قومي تګلارې له مخې دوه سوه او څلور پنځوس مشکوکه او غېررجسټرډ مدرسې بندې کړل شوې دي.
د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف وکیل ته ویلي یوه اونۍ کې دې عدالت ته جواب ورکړي چې پروېز مشرف خپل ملک ته راځي او که نه.
امريکايي ولسمشر ايران ته په اشاره وويل چې د ترهګرۍ غټ ملاتړي هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د ځمکې پر مخ د تر ټولو خطرناکه وسلې ولري.
په پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې پاکستاني شناختي کارډونه يې جوړ کړي ول وايي چې په ۲۰۱۶م کال کې شناختي کارډونه حکومت ته وسپارل خو تروسه ورته د پاکستان حکومت په یاد ملک کې د اوسېدو لپاره کارډونه نه دي ورکړي چې له وجې له ستونزو سرهمخامخ دي.
په پېښور هايي کورټ کې يو وکيل د رياست خلاف پيټیشن دایر کړی او غوښتنه یې کړې چې په خېبر پښتونخوا کې شاملو شوو قبايلي سيمو کې دې د ډپټي کمشنر چې پخوا پوليټيکل ايجنټ وو، واکونه محدود کړل شي. د هغه په وېنا د عهدې نوم بدل شو خو زور يې کم شوی نه دی.
نور پورته کړئ