د مصر په پلازمېنه قاهره کې یو کس په مارانو خلک چاپي کوي. د مالش د مرکز مشر صفوت صدقي وايي، په دې طریقه له چاپۍ سره خلک بدني، روحي او رواني ارام او سکون ترلاسه کوي او خوشالېږي. ځینې خلک له مارانو وېره لري، خو وايي، چاپۍ ورباندې ښه اثر کړی. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د امریکا د کانګرس ګډې غونډې د انتخاباتي استازو (الېکټورل کالج) د رایو شمېر له لارې د ډېموکراټ ګوند جو بایډن د اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د نومبر درېیمې د ولسمشریزو انتخاباتو رسمي ګټونکي په توګه اعلان کړ.
د بلوچستان په مچ کې د وژلیو هزاره ګانو کورنیو د جنورۍ پر اوومه هم پرلت ته دوام ورکړی. سلګونه مظاهره کوونکو د د جنورۍ شپږمې شپه هم تر اسمان لاندې په سخته یخنۍ کې تېره کړه. دوی وايي، د وزیراعظم عمران خان تر ورتګه خپل مړي نه ښخوي.
د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان په قبایلو کې پر ناامنیو او بریدونو اندېښنه ښوولې او وايي چې د امنیت ټینګولو حکومتي وعدې نه دي پوره شوي. دا خبره نوموړي د جنورۍ پر شپږمه په بنو کې جلسې ته په وینا کې وکړه چې ورته د غورځنګ زرګونه پلویان ورغلي ول.
په سلګونو افغان، پاکستاني او بنګلا دېشي کډوال په سخت ژمي کې په بوسنيا کې د سوځېدلي یو کیمپ له سرپناوو بهر شپې تېروي. دوی غواړي د بهتره ژوند په هيله په غربي اروپا کې یو هېواد ته ځان ورسوي. خو یقيني او روښانه نه ده چې دوی به د خپلې خوښې کوم هېواد ته ورسيږي او ژوند به یې ښه شي. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان په مچ کې د وژلیو هزاره ګانو کورنیو د مړو له ښخولو انکار کړی او سلګونه کسانو د جنورۍ پر پينځمه هم احتجاجي ناستې ته دوام ورکړ. د حملې ذمه واري اسلامي دولت ډلې منلې. چارواکي وايي، د جنورۍ پر درېیمه د وسله والو په برید کې ۱۱ کان کیندونکي ووژل شول.
ډاکتر محمد هاشم د خوست ملکي روغتون د داخله ناروغیو متخصص دی. دی تللی نشي او له تېرو پنځو کلونو راهیسې د څلورو پښو اوسپنیز چوکاټ په مرسته روغتون ته ورځي او د ناروغانو درملنه کوي. نور د ازادۍ راډیو په راپور کې:
د ډېسېمبر پر ۲۱مه د کاناډا په ټوارنټو کې د بلوڅانو د حقونو فعالې، کریمې بلوڅ مړی وموندل شو. پولیسو ويلي چې د هغې مرګ جرمي اړخ نه لري خو د نوموړې کورنۍ او فعالان وايي پولیس دې سمې څېړنې وکړي ځکه چې هغې د پاکستان پر پوځ نيوکې کولې او ګواښونه ورته کېدل. په دې ترځ کې په کراچۍ او بلوچستان کې هم مظاهرې
د بلوچستان په مچ سيمه کې د وژل شوو هزاره شيعه ګانو مړي خپلو خپلو کورونو ته رسول شوي دي. کورنيوو یې د جنورۍ پر درېیمه په کوټه کې مظاهرې کړې او له حکومته د هدفي بريدونو ودرېدل غواړي. د پاکستان وزیراعظم ويلي چې ملېشه ځواک ته یې امر چې د بريدګرو نيولو لپاره دې لاس په کار شي. په دې اړه نور حال د اې اېف
د خېبر پښتونخوا د سوات په سلامپور کې د يخني له زياتېدو سره د شالونو جوړولو کار نور هم زيات شوی دی چې ترې په زرګونو هنرمندانو ته مالي ګټه رسېږي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په مردان کې شاوخوا نهه میاشتې مخکې د سبزیو او مېوو له منډیۍ سره له خځلو او خاشاکه د سرې جوړولو پروژه پیل شوې. دا په خیبر پښتونخوا کې یوازینۍ چاپېریال دوسته پروژه ده چې د ډېرانونو مسله هواروي. د پروژې چلوونکي وايي، تر اوسه یې اووه نیم ټنه سره جوړه کړې. خو دا چې د مېوو او سبزیو له پاتې
په ناقانونه ډول اروپا ته تلونکي سلګونه کډوال د بوسنیا هرڅوګووینا په کیمپ کې سخت ژمي ته پراته دي. د ډېسېمبر پر ۲۳مه د هېواد په شمالي لیپا سیمه کې د کډوالو کیمپ اور واخیست. تر هغې وروسته د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون شاوخوا ۸۰۰ کډوال له سرپنا بې برخې شول.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل