په خوست کې د لویې پکتیا د درېوو ولایتونو سلګونه ځدراڼ مشرانو او ځوانانو غونډه کړې چې پکې یې په قطر کې د سولې په خبرو کې د ونډې غوښتنه کړې. د خوست، پکتیا او پکتیکا د ځدراڼو دا غونډه د جنورۍ پر ۱۴مه شوې چې په اړه یې تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په پاکستان کې په انسانانو د چينايې کمپنۍ د کورونا واکسينو د ازموينې درېيم پړاو پای ته په رسېدو دی. د صحت چارواکي وايي چې د کېنساېنو بايو واکسينو ازموينه بشپړېدو ته نېږدې ده او نتيجه يې هم ښه ده. پاکستان يو له هغو اوو هېوادونو دی چې پر خپلو وګړیو د چينايي واکسينو ازموينه کوي. دا ویډیويي راپور وګورئ.
د پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي اېم) مشرانو د جنورۍ پر ۱۳مه د بلوچستان په لورالاي جلسې ته ویناوې وکړې او هوډ یې وښود چې د حکومت تر نسکورولو او شفافو انتخاباتو به مبارزه کوي. نور حال د مشال راډیو خبریال په دې ویډیويي راپور کې.
په کراچۍ کې د هوابازۍ یوه شخصي اداره خپلې الوتکې د ټرکونو او لاریو په څېر رنګوي او انځورونه ورباندې جوړوي. د سکاېوېنګز په نوم د پیلوټانو د روزنې اداره اته الوتکې لري او وايي، پر ټرکونو ګلکاري په نړۍ کې نوم موندلی نو ځکه خپلې الوتکې هم د لاریو په شان سینګاروي.
مولانا فضل الرحمان د جنورۍ ۱۱مې پر ماخوستن د ملاکنډ په بټخېله کې د پي ډي اېم جلسې ته په وینا کې وویل چې پوځ دې سپیناوی وکړي چې د چا تر شا ولاړ دی. تر دې مخکې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې پوځ په سیاست کې هېڅ لاس نه لري.
مدني فعال او د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند ضیا ودان د جنورۍ ۱۰مې پر سهار په کابل کې یې تر ګاډي پورې د نښلولي بم په چاودنه کې ووژل شو. پر هم هغه ورځ یې مړی پلرني ټاټوبي خوست ته انتقال شو او ماخوستن مهال یې جنازه وشوه. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
پاکستان هندو کونسل هر کال په کراچۍ کې د بې وزله هندوانو ډله ییز ودونه کوي. دا کونسل د واده لګښتونه پوره کوي او د واده زلمي او ناوې ته جهېز او د کور سامان هم ورکوي. نور په ویډیو کې.
نن د جنورۍ په لسمه لا هم په ټول پاکستان کې هغه بجلي نه ده بحال شوې چې بيګا پرې شوې ده. چارواکي وايي ځينو ځايونو ته په تدريجي ډول د بجلۍ بحالي روانه ده خو خلک دې له صبره کار واخلي. چاروکو دا هم ويلي چې د بجلۍ د يو دم تګ د سببونو په معلومولو بوخت دي. ويډيو: رويټرز راپور او ايډيټ: ګل ایاز
د خیبر پښتونخوا د سوات په کالام کې ځینو خلکو په واوره کې د کبډي سیالۍ پیل کړې دي چې د جنورۍ پر شپږمه یې پایلوبه وشوه. دوی وايي، که چیرې حکومت ورسره مرستې وکړي نو دغه لوبه د صوبې او ملک په کچه کولای شي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د بلوچستان په مچ سیمه کې د وسله والو له خوا د ۱۱ هزاره کانکېدونکو مړي خاورو ته وسپارل شو. د هغوی دوژنې ضد احتجاج کوونکو پرلتوالو په وینا، پرلت یې ځکه ختم کړ چې د وزیراعلا جام کمال په مشرۍ کې یې له وفاقي او صوبايي وزیرانو سره خبرې اترې بریالۍ شوې. په دې اړه د مشال راډیو د خبریال ویډیو وګورئ
په پکتیا کې په لومړي ځل د زڼغوځیو د پروسېس کارخانه جوړه شوې چې ورسره به د افغانستان زڼغوځي نړیوال بازار ته لاره ومومي. دا شخصي فابریکه د شپږ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه جوړه شوې چې پکې اوسمهال ۱۵۰ کسان کار کوي.
د مصر په پلازمېنه قاهره کې یو کس په مارانو خلک چاپي کوي. د مالش د مرکز مشر صفوت صدقي وايي، په دې طریقه له چاپۍ سره خلک بدني، روحي او رواني ارام او سکون ترلاسه کوي او خوشالېږي. ځینې خلک له مارانو وېره لري، خو وايي، چاپۍ ورباندې ښه اثر کړی. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل