مولانا فضل الرحمان د جنورۍ ۱۱مې پر ماخوستن د ملاکنډ په بټخېله کې د پي ډي اېم جلسې ته په وینا کې وویل چې پوځ دې سپیناوی وکړي چې د چا تر شا ولاړ دی. تر دې مخکې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې پوځ په سیاست کې هېڅ لاس نه لري.
مدني فعال او د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند ضیا ودان د جنورۍ ۱۰مې پر سهار په کابل کې یې تر ګاډي پورې د نښلولي بم په چاودنه کې ووژل شو. پر هم هغه ورځ یې مړی پلرني ټاټوبي خوست ته انتقال شو او ماخوستن مهال یې جنازه وشوه. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
پاکستان هندو کونسل هر کال په کراچۍ کې د بې وزله هندوانو ډله ییز ودونه کوي. دا کونسل د واده لګښتونه پوره کوي او د واده زلمي او ناوې ته جهېز او د کور سامان هم ورکوي. نور په ویډیو کې.
نن د جنورۍ په لسمه لا هم په ټول پاکستان کې هغه بجلي نه ده بحال شوې چې بيګا پرې شوې ده. چارواکي وايي ځينو ځايونو ته په تدريجي ډول د بجلۍ بحالي روانه ده خو خلک دې له صبره کار واخلي. چاروکو دا هم ويلي چې د بجلۍ د يو دم تګ د سببونو په معلومولو بوخت دي. ويډيو: رويټرز راپور او ايډيټ: ګل ایاز
د خیبر پښتونخوا د سوات په کالام کې ځینو خلکو په واوره کې د کبډي سیالۍ پیل کړې دي چې د جنورۍ پر شپږمه یې پایلوبه وشوه. دوی وايي، که چیرې حکومت ورسره مرستې وکړي نو دغه لوبه د صوبې او ملک په کچه کولای شي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د بلوچستان په مچ سیمه کې د وسله والو له خوا د ۱۱ هزاره کانکېدونکو مړي خاورو ته وسپارل شو. د هغوی دوژنې ضد احتجاج کوونکو پرلتوالو په وینا، پرلت یې ځکه ختم کړ چې د وزیراعلا جام کمال په مشرۍ کې یې له وفاقي او صوبايي وزیرانو سره خبرې اترې بریالۍ شوې. په دې اړه د مشال راډیو د خبریال ویډیو وګورئ
په پکتیا کې په لومړي ځل د زڼغوځیو د پروسېس کارخانه جوړه شوې چې ورسره به د افغانستان زڼغوځي نړیوال بازار ته لاره ومومي. دا شخصي فابریکه د شپږ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه جوړه شوې چې پکې اوسمهال ۱۵۰ کسان کار کوي.
د مصر په پلازمېنه قاهره کې یو کس په مارانو خلک چاپي کوي. د مالش د مرکز مشر صفوت صدقي وايي، په دې طریقه له چاپۍ سره خلک بدني، روحي او رواني ارام او سکون ترلاسه کوي او خوشالېږي. ځینې خلک له مارانو وېره لري، خو وايي، چاپۍ ورباندې ښه اثر کړی. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د امریکا د کانګرس ګډې غونډې د انتخاباتي استازو (الېکټورل کالج) د رایو شمېر له لارې د ډېموکراټ ګوند جو بایډن د اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د نومبر درېیمې د ولسمشریزو انتخاباتو رسمي ګټونکي په توګه اعلان کړ.
د بلوچستان په مچ کې د وژلیو هزاره ګانو کورنیو د جنورۍ پر اوومه هم پرلت ته دوام ورکړی. سلګونه مظاهره کوونکو د د جنورۍ شپږمې شپه هم تر اسمان لاندې په سخته یخنۍ کې تېره کړه. دوی وايي، د وزیراعظم عمران خان تر ورتګه خپل مړي نه ښخوي.
د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان په قبایلو کې پر ناامنیو او بریدونو اندېښنه ښوولې او وايي چې د امنیت ټینګولو حکومتي وعدې نه دي پوره شوي. دا خبره نوموړي د جنورۍ پر شپږمه په بنو کې جلسې ته په وینا کې وکړه چې ورته د غورځنګ زرګونه پلویان ورغلي ول.
په سلګونو افغان، پاکستاني او بنګلا دېشي کډوال په سخت ژمي کې په بوسنيا کې د سوځېدلي یو کیمپ له سرپناوو بهر شپې تېروي. دوی غواړي د بهتره ژوند په هيله په غربي اروپا کې یو هېواد ته ځان ورسوي. خو یقيني او روښانه نه ده چې دوی به د خپلې خوښې کوم هېواد ته ورسيږي او ژوند به یې ښه شي. ویډیويي رپورټ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل