د امريکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې هوکړه لاسليک شوه. د هوکړې مقصد د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دی. دا چې په تېرو ۱۸ کلونو کې افغانستان له کومو پړاونو تېر شو، ګل اياز د رويټرز او اې اېف پي اژانسونو د بېلا بېلو ويډيوګانو پر اساس دا ويډيو جوړه کړې.
د خیبر پښتونخوا د کوز دير چکدرې بازار ته نژدې په ګل اباد سيمه کې د بده مت مننونکیو تاريخي اثار - انډان ډهيرۍ – موجوده ده. ځايي خلک وايي چې د حکومت د نه پاملرنې او ناقانونه کیندنو له کبله اوس له ورانېدو سره مخامخ ده. دوي غوښتنه کوي چې حکومت دې دا تاریخي اثار وژغوري.
په پاکستان کې د حکومت لخوا د کورونا وايرس د دوو پېښو تر پخلي وروسته د هيواد په مختلفو ښارونو کې د ماسکونو کمی راغلی دی او خلک وايي چې دوکاندارانو یې نرخونه هم ډېر زیات کړي دي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
امریکا او طالبان څه ډول د سولې هوکړه لاسليک کولو ته اماده شول او دغه پړاو ته څنګه ورسېدل. د امریکا غږ په دې ویډیو کې يې وګورئ.
د پاکستان په پنجاب کې د چولستان په بېدیا کې د دراوړو کلا د نړۍ د کلتوري میراث برخه ده. د کلا بهرني دېوالونه جوړ دي خو دننه ورانه، ویجاړه پرته ده چې اوس یې حکومت د بیارغونې چارې پیل کړي. د دراوړ کلا تاریخ په اړه ویډيويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د يو مسيد په نوم پرلت نن پر ۳۳مه ورځ هم روان دی. دوی لس کاله وړاندې په پوځي عملياتو کې د خپلو ورانو بازارونو او کورونو لپاره له حکومته معاوضه غواړي.په دې د اړه قاسم خان مندوخېل ویډیويي راپور وګورئ. ویډیو: اېډېټ هدایت سلطاني
د مشال راډیو پر ټوېټر پاڼه راسره شئ: https://twitter.com/Mashaalradio د مشال راډیو د انسټاګرام پر پاڼه مو تعقیب کړئ: https://www.instagram.com/mashaalradio/
نوي کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په هوبې ولایت کې ګڼ کسان ناروغه کړل. له هغه وخت راهیسې دا وایرس د افغانستان او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو ته خپور شوی.
د سوات جاوېدالله د خپلې کورنۍ شپاړلسم تن دی چې په هدفي برید کې وژل کېږي
په اسلام اباد کې د وفاقي سېکرټرېټ ملازمينو هړتال د فبرورۍ پر ۲۶مه په اتمه ورځ هم روان وو او له حکومته د خپلو تنخاګانو اضافه کولو غوښتنه کوله. په دې اړه د احمد الله ویډیويي راپور وګورئ. ویډیو: عمران یونس
سجي په بلوچستان کې یو له هغو دودیزو خوړو څخه دی چې ډېر مینه وال لري. د پسه/ګډ او د چرګ غوښې دغه خواړه د سکروټو پر ټکور پخېږي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي راپور وګورئ.
په ژمې کې د پاکستان په زياتره غريزو سیمو د واورې اورېدو پس ورته د ملک له مېداني سيمو ګڼ خلک په سېل ورځي. د پنجاب صوبې مري سيمه هم یو له مشهورو سېلځایونو ده. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي راپور چې احمد الله یې وړاندې کوي. ویډیو: عمران یونس
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل