د فبرورۍ پر دويمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکش محمد ابراهيم ارمان لوڼي دويم تلين ولمانځل شو. د پاکستان او افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې غونډې جوړې شوې. ارمان لوڼی په ۲۰۱۹م کال کې
د فبرورۍ دویمه د محمد ابراهیم ارمان لوڼی لومړی تلین دی. دی په ۲۰۱۹ز کال کې پر همدې ورځ په لورالايي (بوري) کې د احتجاجي ناستې پر مهال وژل شوی وو. لوڼی څوک وو؟ تر وژنې یو کال وروسته یې کورنۍ په څځ حال ده او څه ورباندې تېرېږي؟ دا پوښتنې په ځانګړي ویډیويي رپورټ کې درځوابوو.
په پېښور کې د فبرورۍ پر لومړۍ د نومیالي لیکوال، شاعر او سیاسي مبارز کاکاجي صنوبر حسېن د ژوند او کار په اړه یوه غونډه وشوه. نور د غلام غوث په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
په چين کې له کورونا وايرس څخه د مړ شویو کسانو شمېره شاوخوا ۲۶۰ ته رسېدلی. د افغانستان او هند په ګډون ځينو هېوادونو ويلي چې په چين کې د خپلو ګېر وګړو اېستلو هڅې کوي. خو پاکستان بيا وايي، دوی دا وخت خپل وګړي نه باسي. د اسرار عالم مومند ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: رويټرز
د شمالي وزیرستان په مرامشاه کې له څه باندې یو میاشتنې پرلت وروسته د میرامشاه بازار دوکاندارانو په پېښور کې احتجاج پيل کړی دی. دوی وايي د پوځي عملیاتو له کبله يې ۶۶۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي خو حکومت يې تاوان نه ورکوي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وکورئ.
خېبر پښتونخوا کې په لومړي ځل د تري ډي (3-D) فلمونو سينما جوړه شوې چې د صوبې د بېلا بېلو سيمو خلک ورته ورځي. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جنورۍ پر۳۱مه په اسلام اباد کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره کتلي دي.
د چين په ووهان ښار کې د بند پاتې پاکستانيو زده کوونکو خپلوان د هغوی د را ايستلو غوښتنه کوي. د جنورۍ پر۳۰مه د کوهاټ په شهيدانو چوک کې د احتجاجي مظاهرې پر مهال د زده کوونکو خپلوانو له حکومته غوښتنه وکړه چې زده کوونکي دې ژر تر ژره ورته را ورسوي. نور حال د ممتاز بنګش په ويډيويي راپور کې.
د مردان اوسېدونکی او د کرکټ قامي لوبغاړی فخر زمان وايي چې ماشوم وو نو ورور او پلار به په کور کې بند کړ چې کرکټ له به نه ځي خو شوق یې دومره وو چې په دیوال به له کوره وتښتېدو. له نوموړي سره عظمت علي شاه ویډیويي مرکه کړې ده.
د جنورۍ پر ۲۹مه سهار د خېبر پښتونخوا د صوابۍ په پارمولو کې د پوليو ويکسينو د کمپاين پر يو ټېم ډزې وشوې. يوه کارکوونکې ځای پر ځای ووژل شوه او بلې یې په روغتون کې ساه ورکړه. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي راپور وګورئ.
د جنورۍ پر ۲۸مه ماسپښین مهال د خوست زرګونو کسانو د منظور پښتین په ملاتړ لاریون وکړ او له نړیوالې ټولنې همدارنګه د بشري حقونو له مدافع سازمانونونو او فعالانو يې وغوښتل، چې د منظور پښتین په خوشې کولو کې دې لاس په لاس اقدام وکړي. په دې اړه د بجیب الله الوخېل ویډیو وګورئ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نیولو پرضد د هېواد د نورو برخو په ګډون په کوټه کې هم لاریون تر سره شو. نور د ایوب ترین په ویډیويي راپور کې وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل