په پېښور کې د فبرورۍ پر لومړۍ د نومیالي لیکوال، شاعر او سیاسي مبارز کاکاجي صنوبر حسېن د ژوند او کار په اړه یوه غونډه وشوه. نور د غلام غوث په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
په چين کې له کورونا وايرس څخه د مړ شویو کسانو شمېره شاوخوا ۲۶۰ ته رسېدلی. د افغانستان او هند په ګډون ځينو هېوادونو ويلي چې په چين کې د خپلو ګېر وګړو اېستلو هڅې کوي. خو پاکستان بيا وايي، دوی دا وخت خپل وګړي نه باسي. د اسرار عالم مومند ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: رويټرز
د شمالي وزیرستان په مرامشاه کې له څه باندې یو میاشتنې پرلت وروسته د میرامشاه بازار دوکاندارانو په پېښور کې احتجاج پيل کړی دی. دوی وايي د پوځي عملیاتو له کبله يې ۶۶۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي خو حکومت يې تاوان نه ورکوي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وکورئ.
خېبر پښتونخوا کې په لومړي ځل د تري ډي (3-D) فلمونو سينما جوړه شوې چې د صوبې د بېلا بېلو سيمو خلک ورته ورځي. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جنورۍ پر۳۱مه په اسلام اباد کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره کتلي دي.
د چين په ووهان ښار کې د بند پاتې پاکستانيو زده کوونکو خپلوان د هغوی د را ايستلو غوښتنه کوي. د جنورۍ پر۳۰مه د کوهاټ په شهيدانو چوک کې د احتجاجي مظاهرې پر مهال د زده کوونکو خپلوانو له حکومته غوښتنه وکړه چې زده کوونکي دې ژر تر ژره ورته را ورسوي. نور حال د ممتاز بنګش په ويډيويي راپور کې.
د مردان اوسېدونکی او د کرکټ قامي لوبغاړی فخر زمان وايي چې ماشوم وو نو ورور او پلار به په کور کې بند کړ چې کرکټ له به نه ځي خو شوق یې دومره وو چې په دیوال به له کوره وتښتېدو. له نوموړي سره عظمت علي شاه ویډیويي مرکه کړې ده.
د جنورۍ پر ۲۹مه سهار د خېبر پښتونخوا د صوابۍ په پارمولو کې د پوليو ويکسينو د کمپاين پر يو ټېم ډزې وشوې. يوه کارکوونکې ځای پر ځای ووژل شوه او بلې یې په روغتون کې ساه ورکړه. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي راپور وګورئ.
د جنورۍ پر ۲۸مه ماسپښین مهال د خوست زرګونو کسانو د منظور پښتین په ملاتړ لاریون وکړ او له نړیوالې ټولنې همدارنګه د بشري حقونو له مدافع سازمانونونو او فعالانو يې وغوښتل، چې د منظور پښتین په خوشې کولو کې دې لاس په لاس اقدام وکړي. په دې اړه د بجیب الله الوخېل ویډیو وګورئ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نیولو پرضد د هېواد د نورو برخو په ګډون په کوټه کې هم لاریون تر سره شو. نور د ایوب ترین په ویډیويي راپور کې وګورئ.
په خیبر پښتونخوا کې ځينې ځوانان په لنډه موده کې د وجود جوړولو لپاره د سټيرايډ په ګډون نورې ضررمنې دوايانې کاروي چې د ګټې پرځای یې روغتیا ته زیان رسوي خو ځينې داسې ورزشګاوې هم شته چې په فطري او طبعي طريقو د بدن جوړولو پوهاوي ورکوي. نور د عظمت علي شاه په راپور کې وګورئ.
پوليسو نن د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ په اسلام اباد کې له مظاهرې ونيو. حو د پاکستان کورنيوو چارو وزير اعجاز شاه مشال راډيو ته وويل چې د مذاکراتو لارې يې خلاصې دي. د دې غورځنګ يو بل مشر علي وزیر د نيول کېدو هم اوازه وه خو هغه وايي چې نه دی نيول شوی. نوموړي سره بشير ګواښ مرکه کړي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل