په ناقانونه ډول اروپا ته تلونکي سلګونه کډوال د بوسنیا هرڅوګووینا په کیمپ کې سخت ژمي ته پراته دي. د ډېسېمبر پر ۲۳مه د هېواد په شمالي لیپا سیمه کې د کډوالو کیمپ اور واخیست. تر هغې وروسته د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون شاوخوا ۸۰۰ کډوال له سرپنا بې برخې شول.
د ننګرهار ولایت له اچینه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دغلته داعش وسله والو یو وار بیا سر راپورته کړی دی. د سیمې خلکو ویلي چې په د اچین په یو پوځي مرکز کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې ولسوالۍ کې طالب او داعش وسله والو فعالیتونه پیل کړي چې د خلکو ژوند یې سخت کړی دی.
په ۲۰۲۰ز کال کې خلکو زیاته توجه د کورونا وایرس وبا په اړه خبرونو ته ورکړه خو پکې ځینې نورې مهمې پېښې هم وشوې لکه د ایران اعلا چارواکو وژنې، د ناګورنو قره باغ پر سر د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ جګړه او د امریکا ولسمشریز انتخابات.
په خوست ښار کې اوسمهال د سیمې د لویو ښارونو په شان یو شمېر عصري چایخانې جوړې شوي، چې خلک پکې د چای څښلو تر څنګ بنډارونه او دمې هم کوي. د خوست اوسېدونکي وايي، له پخوا د شيدو چای، خواږه خواړه او د بنډار ځايونه په دې سيمو کې ول، خو په ښار کې اوس په رواجېدو دي. نور په ویډیويي راپور کې.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر ضلعې د باړې په جلسه کې له حکومته د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په ګډون د ټولو مخکښانو او غړو د خوشې کولو غوښتنه کړې. د ډېسېمبر ۲۷مې جلسې ته لسګونه خلک ورغلي ول چې ورته د غورځنګ مشرانو ویناګانې وکړې. د سیند پولیس وايي، علي وزیر یې د ریاست ضد وینا په تور نیولی.
د سوات په يو کلي کې يو سړي د لرغونو شيانو نندارتون جوړ کړی دی. هغه د تېرو کلونو د هستوګنې د د لوښو تر څنګ د کرکيلې سامانونه هم ايښي دي. له خوا او شا ځوانان ورځي او ځان له خپل کلتوره خبروي. په دې اړه د نیاز احمد خان ويډيو راپور وګورئ.
نن د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو تلين دی. هغه په ۲۰۰۷ کال کې وژل شوې وه. د پيپلز ګوند دغه مشره، دوه ځل د پاکستان وزیراعظمه ټاکل شوې وه. د هغې د وژنې زمه واري تحريک طالبان پاکستان او القاعده وسله والې ډلې ومنله. ګل ایاز د نوموړې د ژوند او کار په اړه ويډيو راپور لري.
په پاکستان کې عیسویانو د ډېسېمبر پر ۲۵مه کرېسمېس لمانځلی. د کورونا وایرس وبا له وجې عیسویانو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له محدودیتونو سره او د وایرس خپرېدو مخنیوي لارښوونو ته په پام خپل کلنی اختر لمانځلی. د اسلام اباد په کلیسا کې د کرېسمېس غونډې په اړه ویډیويي رپورټ.
پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا د مردان په جلسه کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت پر اقتصادي تګلاره انتقاد وکړ. د اپوزیشن ګوندونو د دې اتحاد سیاستوالانو دعوه وکړه چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت د هېواد د اقتصادي ستونزو په هواري کې پاتې راغلی.
د خیبر پښتونخوا د روغتیاپالۍ یا پیرامیډېکل کالجونو زده کوونکو د ډېسېمبر پر ۲۲مه د اسمبلۍ مخې ته مظاهره کړې. دوی وايي، حکومت دې د نورو تعلیمي ادارو د زده کوونکو په څېر دوی هم دوه سېمېسټره مخکې کړي.
راني خان د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نرښځیو لپاره مدرسه جوړه کړې. نوموړې وايي، په نورو مدرسو کې له نرښځیو سره توپیري چلند کېږي، نو ځکه دې کار ته اړ شوه. راني خان خپله هم نرښځۍ ده او وايي، په مدرسه کې زده کوونکو ته د اوسېدو ځای هم ورکوي.
ځینو هیوادونو د فایزر او بایو انټېک کمپینو د واکسینونو لګول پیل کړی. ځینې نور د واکسین ترلاسه کولو ته سترګې په لار دي. او لویه ستونزه دا ده چې څنګه دغه واکسین ټولې نړۍ ته ورسول او او خلکو ته ولګول شي. نور په دغه رپوټ کې وګورئ .
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل