د کوټې و باچاخان چوک ته نېزدې په یوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۶نور ټپیان دي. په ټپیانو کې دوه سرحدي عسکر هم شامل دي. چاودنه نن مازیګر د عبدالستار روډ او مېکانګي سړک پرکونج هغه مهال وشوه کله چې د سرحدي عسکرو یو ګاډی له هغه ځای سره تېرېدلو.
په نوښار کې "کوټلي کلان صالح خانه" د خیبر پښتونخوا تر ټولو شتمن کلی ګڼل کېږي. په هغه کلي کې د پاکستان د شاوخوا ټولو بانکونو څانګې فعاله دي. دا چې د کلي د خلکو د شتمنۍ راز څه دی؟ ځواب یې په ویډیو کې.
د خوست د کارخانو مالکان وايي، افغان حکومت دې په شخصي څانګه کې د پانګونې پراختیا په موخه ورته ځمکه او برېښنا ورکړي. دوی وايي، په ولایت کې شاوخوا ۱۲۰ وړې او د منځنۍ سطحې کارخانې دي چې زرګونه کسان پکې کار کوي. دوی وايي که اسانتیاوې ولري، شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته د کار موقع برابرولای شي. ویډیويي رپورټ.
د جنورۍ پر پېنځمه په کوټه کې د افغان کډوالو لپاره له احمد شاه بابا عالي لېسې څخه د زده کوونکو د فراغت غونډه وشوه چې ورته افغان کونسل جنرل وحید الله مومند هم ورغلی وو.
د ايراني جنرال قاسم سليمانی د وژنې پر ضد د جنورۍ پر پنځمه نېټه په پاکستان کې مظاهرې شوې دي. په مظاهرو کې شيعه عالمانو غوښتنه کړې چې پاکستان دې خپله خاوره د ګاونډي اسلامي هېواد پرضد کارولو ته نه پرېږدي. پاکستان په ډاګه کړې چې هيچا ته به اجازه ورنکړي چې ددې هېواد خاوره د بل چا خلاف استعمال کړي.
ادبي او کلتوري ټولنې ((نوي ژوند)) د جنورۍ څلورمې پر ماښام په راولپېنډۍ کې د شاعرې نازیه درانۍ د ټولګې مخکتنه جوړه کړې وه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي غږ کړی دی چې نړیواله ټولنه دې د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژنې پر سر د تهران او واشنګټن د ترینګلتیا په کمولو کې رول ولوبوي.
په کوټه کې د قیمتو کاڼو او نورو لرغونو اثارو یو نندارتون د جنورۍ پر څلورمه او پنځمه نېټه جوړ شوی وو چې پکې ګڼو خلکو ګډون وکړ. په دې نندارتون کې د پاکستان ترڅنګ د افغانستان او ایران اثار هم د خلکو پر وړاندې اېښودل شوي وو. ایوب ترین پرې وېډیويي راپور جوړ کړی.
د کوټې ښار په بېلا بېلو مستري خانو کې يو شمېر داسې ماشومان کار کوي چې عمرونه یې تر لسو کلونو ټيټ دي. دا ماشومان وايي کورنۍ يې دومره توان نه لري چې په دوی زدکړې وکړي نو د اقتصادي ستونزو لرلو له کبله کار کولو ته اړ دي. په دې اړه د صمد شبنم وېډیويې راپور وګورئ.
د ایران د قدس ځواک پیاوړی قومندان جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې په یوه امریکايي برید کې وژل شوی دی. امریکايي او ایرانیو چارواکو نن [جنوري درېيمه] سهار وختي د بغداد پر نړیوال هوايي ډګر پر دوو ګاډو په امریکايي حمله کې د سلیماني د وژنې تصدیق کړی دی. قاسم سليماني څوک و؟
د خیبر پښتونخوا حکومت له لېرې پرتو سيمو خواريکښو لپاره د صوبې په ۳۳ ضلعو کې د ۷۱ سرکاري پناه ګانې جوړ کړې چې پکې د شپې اوسېدو ځای، خواړه او د ناروغانو لپاره دارو درملو بندوبست هم شوی دی. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورت وګورئ.
په بلوچستان کې سوداګرو د اوړو د بحران رامنځ ته کېدو ویره ښوولې ده. په دې صوبه کې د شل کلوګرامه اوړو قيمت تر ۱۱۰۰ سوه روپيو زيات شوی دی. سوداګر تور پورې کوي چې له پنجابه غنم صوبې ته وروړل شوي خو چارواکو په ګودامونو کې ساتلي دي. په دې اړه د ايوب ترين ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل