د ايراني جنرال قاسم سليمانی د وژنې پر ضد د جنورۍ پر پنځمه نېټه په پاکستان کې مظاهرې شوې دي. په مظاهرو کې شيعه عالمانو غوښتنه کړې چې پاکستان دې خپله خاوره د ګاونډي اسلامي هېواد پرضد کارولو ته نه پرېږدي. پاکستان په ډاګه کړې چې هيچا ته به اجازه ورنکړي چې ددې هېواد خاوره د بل چا خلاف استعمال کړي.
ادبي او کلتوري ټولنې ((نوي ژوند)) د جنورۍ څلورمې پر ماښام په راولپېنډۍ کې د شاعرې نازیه درانۍ د ټولګې مخکتنه جوړه کړې وه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي غږ کړی دی چې نړیواله ټولنه دې د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژنې پر سر د تهران او واشنګټن د ترینګلتیا په کمولو کې رول ولوبوي.
په کوټه کې د قیمتو کاڼو او نورو لرغونو اثارو یو نندارتون د جنورۍ پر څلورمه او پنځمه نېټه جوړ شوی وو چې پکې ګڼو خلکو ګډون وکړ. په دې نندارتون کې د پاکستان ترڅنګ د افغانستان او ایران اثار هم د خلکو پر وړاندې اېښودل شوي وو. ایوب ترین پرې وېډیويي راپور جوړ کړی.
د کوټې ښار په بېلا بېلو مستري خانو کې يو شمېر داسې ماشومان کار کوي چې عمرونه یې تر لسو کلونو ټيټ دي. دا ماشومان وايي کورنۍ يې دومره توان نه لري چې په دوی زدکړې وکړي نو د اقتصادي ستونزو لرلو له کبله کار کولو ته اړ دي. په دې اړه د صمد شبنم وېډیويې راپور وګورئ.
د ایران د قدس ځواک پیاوړی قومندان جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې په یوه امریکايي برید کې وژل شوی دی. امریکايي او ایرانیو چارواکو نن [جنوري درېيمه] سهار وختي د بغداد پر نړیوال هوايي ډګر پر دوو ګاډو په امریکايي حمله کې د سلیماني د وژنې تصدیق کړی دی. قاسم سليماني څوک و؟
د خیبر پښتونخوا حکومت له لېرې پرتو سيمو خواريکښو لپاره د صوبې په ۳۳ ضلعو کې د ۷۱ سرکاري پناه ګانې جوړ کړې چې پکې د شپې اوسېدو ځای، خواړه او د ناروغانو لپاره دارو درملو بندوبست هم شوی دی. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورت وګورئ.
په بلوچستان کې سوداګرو د اوړو د بحران رامنځ ته کېدو ویره ښوولې ده. په دې صوبه کې د شل کلوګرامه اوړو قيمت تر ۱۱۰۰ سوه روپيو زيات شوی دی. سوداګر تور پورې کوي چې له پنجابه غنم صوبې ته وروړل شوي خو چارواکو په ګودامونو کې ساتلي دي. په دې اړه د ايوب ترين ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات په ملم جبه کې ۱۲کلنه عزره بي بي چې نه خبرې کولای شي او نه اورېدای شي د واورو لوبو تکړه لوبغاړې ده او د نورو په شان په لوبو کې مخې تلل غواړي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره يونيسف وايي، په تېره يوه لسيزه کې په جنګ ځپلو سيمو کې د ماشومانو له حقونو په پراخه کچه سرغړونې شوې دي. د سازمان په خبره، په تېرو لسو کلونو کې هره ورځ ۴۵ ځله د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې شوې دي.
د پاکستان پنډۍ ښار کې يوشمېر پښتنو په اتڼ کولو سره د نوي کال ۲۰۲۰م هرکلی وکړ. د يو سوداګر له اعلان سره سم به د نوي کال په شپه په پراخه کچه د اورلوبې ننداره کېده خو د ځايي چارواکيو د نه اجازې وروسته ورغليو خلکو له يو بل سره عکسونه واخیستل او پښتنو ځوانانو اتڼ وکړ.
د پښتو ځوان سندرغاړی زبېرنواز چې په امریکا کې ژوند کوي وایي غواړي پښتو موسیقي د نړۍ په کچ د خلکو تر غوږونو ورسوي. د نوموړي په وينا موسیقي تر ډیرو هغو کارونو ښه ده چې بدې پایلې ولري. له زبېر نواز سره مرکه "له اسحاق خان سره هنري بنډار" کې وګورئ چې د عظمت علی شاه په مرسته جوړ شوی.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل