د افغانستان د خوست ولايت شمل-دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکو قامي پرېکړه کړې چې نوي ښوونیز کال کې به خپل ټول ماشومان او تنکي زلمیان ښوونځیو کې شاملوي. په پرېکړه کې راغلي، که چا له دې تړونه سرغړونه وکړه، نو قوم به ورسره ټولې اړیکې پرې کوي او ۱۰۰ زره افغانۍ به ناغه ورڅخه اخلي.
پر شاعرې زېبا اپرېدۍ د برید خلاف لاریون
که څه هم په پښتنو کې پان تر ډېره د پنجابيانو او یا د هندیو وګړو نشه بلل کېږي خو اوس دوی په روږدي شوي دي. په لاهور او د ملک په نورو برخو کې پښتانه د پان جوړولو او پلورلو په دوکانونو کې کار کوي. نور د عظمت علي شاه په ویډیويي راپور کې وګورئ.
په کراچۍ کې یوه خیریه اداره نجونو ته د خپلو حقونو په هکله د پوهاوي په موخه سایکل چلول ور زده کوي. په دې اړه نور تفصیل د امریکا غږ راډیو ویډیو کې وګورئ.
په پېښور کې د نانوایانو کاربندیز د هغوی د غوښتنو منلو وروسته پای ته ورسېد او د۱۳۰ګرام ۱۰روپۍ ډوډۍ وزن ۱۱۵ګرامه ته راکم کړل شوی دی. نور د غلام غوث په ویډيو راپور کې.
د پرمولو پهلوان کاکا ننې (د جوارو بټ هر وخت داسې وي لکه د اختر مېلې مازیګری) دلته به داسې څوک نه وي چې د پهلوان کاکا ننې یې نه وي خوړلې. نور د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ګېس فشار کمېدو پرضد د جنورۍ۲۱مه د ګېس دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره وشوه. نور په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې د وړو نرخ له لوړېدو سره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د جنورۍ پر ۲۰مه د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې نانوایانو کاربندیز کړی وو چې ورسره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شول. دوی وايي، کاربندیز یې د اوړو کمښت پر ضد کړی. حکومت وايي، د ستونزې د هواري هڅې کوي. نور په ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د اوړو د کمښت له وجې خلک له ستونزو سره مخامخ دي او په اوږدو قطارونو کې یې د اخیستو لپاره درېږي.
د جنورۍ پر ۱۲مه او ۱۳مه یوه ځايي اوسېدونکي د بلوچستان په کاڼ مهترزي کې په واوره کې بند لسګونه کسان وژغورل او ځینې ګاډي یې خلاص کړل. سلیمان خان وايي، له پخوا راهیسې یې له خلکو سره د مرستې عادت درلود. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د خوست په ګلانو کیمپ کې وزیرستانیو کډوالو د جنورۍ پر ۱۹مه په جرګه کې له چارواکو غوښتنه کړې چې کورونو ته دې یې ستانه کړي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل