که څه هم په پښتنو کې پان تر ډېره د پنجابيانو او یا د هندیو وګړو نشه بلل کېږي خو اوس دوی په روږدي شوي دي. په لاهور او د ملک په نورو برخو کې پښتانه د پان جوړولو او پلورلو په دوکانونو کې کار کوي. نور د عظمت علي شاه په ویډیويي راپور کې وګورئ.
په کراچۍ کې یوه خیریه اداره نجونو ته د خپلو حقونو په هکله د پوهاوي په موخه سایکل چلول ور زده کوي. په دې اړه نور تفصیل د امریکا غږ راډیو ویډیو کې وګورئ.
په پېښور کې د نانوایانو کاربندیز د هغوی د غوښتنو منلو وروسته پای ته ورسېد او د۱۳۰ګرام ۱۰روپۍ ډوډۍ وزن ۱۱۵ګرامه ته راکم کړل شوی دی. نور د غلام غوث په ویډيو راپور کې.
د پرمولو پهلوان کاکا ننې (د جوارو بټ هر وخت داسې وي لکه د اختر مېلې مازیګری) دلته به داسې څوک نه وي چې د پهلوان کاکا ننې یې نه وي خوړلې. نور د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ګېس فشار کمېدو پرضد د جنورۍ۲۱مه د ګېس دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره وشوه. نور په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې د وړو نرخ له لوړېدو سره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د جنورۍ پر ۲۰مه د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې نانوایانو کاربندیز کړی وو چې ورسره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شول. دوی وايي، کاربندیز یې د اوړو کمښت پر ضد کړی. حکومت وايي، د ستونزې د هواري هڅې کوي. نور په ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د اوړو د کمښت له وجې خلک له ستونزو سره مخامخ دي او په اوږدو قطارونو کې یې د اخیستو لپاره درېږي.
د جنورۍ پر ۱۲مه او ۱۳مه یوه ځايي اوسېدونکي د بلوچستان په کاڼ مهترزي کې په واوره کې بند لسګونه کسان وژغورل او ځینې ګاډي یې خلاص کړل. سلیمان خان وايي، له پخوا راهیسې یې له خلکو سره د مرستې عادت درلود. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د خوست په ګلانو کیمپ کې وزیرستانیو کډوالو د جنورۍ پر ۱۹مه په جرګه کې له چارواکو غوښتنه کړې چې کورونو ته دې یې ستانه کړي.
د پاکستان د ملي لوبډلې کرکټر سهېل خان د سخاکوټ دی او وايي چې د سیمې په شاړو کې یې لوبه زده کړې او بیا د کراچۍ کرکټ اکېډمۍ ته ولاړ چې ځان د نړیوالو لوبو لپاره چمتو کړي.
د کوزه مومندو مېچنۍ بای کور سیمه کې د یو ځايي اوسېدونکي نجیب الله مومند لخوا دغه کتابتون په یوه زړه کوټه کې جوړ شوی چې د کتابونو ډېر مینوال ورځي. نور د عظمت علي شاه په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل