د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې د وړو نرخ له لوړېدو سره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د جنورۍ پر ۲۰مه د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې نانوایانو کاربندیز کړی وو چې ورسره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شول. دوی وايي، کاربندیز یې د اوړو کمښت پر ضد کړی. حکومت وايي، د ستونزې د هواري هڅې کوي. نور په ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د اوړو د کمښت له وجې خلک له ستونزو سره مخامخ دي او په اوږدو قطارونو کې یې د اخیستو لپاره درېږي.
د جنورۍ پر ۱۲مه او ۱۳مه یوه ځايي اوسېدونکي د بلوچستان په کاڼ مهترزي کې په واوره کې بند لسګونه کسان وژغورل او ځینې ګاډي یې خلاص کړل. سلیمان خان وايي، له پخوا راهیسې یې له خلکو سره د مرستې عادت درلود. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د خوست په ګلانو کیمپ کې وزیرستانیو کډوالو د جنورۍ پر ۱۹مه په جرګه کې له چارواکو غوښتنه کړې چې کورونو ته دې یې ستانه کړي.
د پاکستان د ملي لوبډلې کرکټر سهېل خان د سخاکوټ دی او وايي چې د سیمې په شاړو کې یې لوبه زده کړې او بیا د کراچۍ کرکټ اکېډمۍ ته ولاړ چې ځان د نړیوالو لوبو لپاره چمتو کړي.
د کوزه مومندو مېچنۍ بای کور سیمه کې د یو ځايي اوسېدونکي نجیب الله مومند لخوا دغه کتابتون په یوه زړه کوټه کې جوړ شوی چې د کتابونو ډېر مینوال ورځي. نور د عظمت علي شاه په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د پاکستان کرکټ نویالی لوبغاړی عمران خان جونير د سوات دی. نوموړی وايي چې په لومړۍ نړیواله لوبه کې په اخري اوور کې پاکستان ته لوبه ګټلې وه او هغه به یې تل یاده وي. عظمت علي شاه له عمران خان جونیر سره ویډیويي مرکه کړې ده.
د جنورۍ پر ۱۷مه یو شمېر ځوانو خوستیو مدني فعالانو له خلکو او دوکاندارانو راټول کړي د مرستې ژمني توکي په غریبو او بې وزلو خلکو او کورنیو وویشل. نور د نجیب الله الوخېل په ویډیويي راپور کې وګورئ.
د بلوچستان پښین ضلعې سرانانو سيمې مېشت افغان کډوال په نوي پنډغالې کې د واورو او بارانونو له کبله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. هغوی وايي چې لارې کوڅې یې له خټو ډکې دي او اورښتونو یې کورنو ته زیان اړولی. نور د صمد شبنم په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د خوست د دریو اطرافي ولسوالیو او مرکز نېږدې ۸۰ تنه نجونې او میرمنې د ښوونکو روزنې له مرکزه د مسلکي ښوونکو په توګه فارغې شوې. خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د پام وړ نجونې يې ښوونځیو کې زده کړې کوي، خو په مرکز او ولسوالیو کې يې د ښځینه ښوونکو شمېر لږ دی.
د جنورۍ په پنځلسمه د مشال راډيو لس کاله پوره شول. دا سفر لا روان دی او مشال راډيو د تل په څېر کوښښ کوي چې د پښتنو غږ تر نړۍ ورسوي. د مشال راډيو د کليزې په موقع پرون اسحق خان دا ويډيو جوړه کړې چې تاسي پکې زموږ د همکارانو خبرې او کار په اړه اورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل