د کوزه مومندو مېچنۍ بای کور سیمه کې د یو ځايي اوسېدونکي نجیب الله مومند لخوا دغه کتابتون په یوه زړه کوټه کې جوړ شوی چې د کتابونو ډېر مینوال ورځي. نور د عظمت علي شاه په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د پاکستان کرکټ نویالی لوبغاړی عمران خان جونير د سوات دی. نوموړی وايي چې په لومړۍ نړیواله لوبه کې په اخري اوور کې پاکستان ته لوبه ګټلې وه او هغه به یې تل یاده وي. عظمت علي شاه له عمران خان جونیر سره ویډیويي مرکه کړې ده.
د جنورۍ پر ۱۷مه یو شمېر ځوانو خوستیو مدني فعالانو له خلکو او دوکاندارانو راټول کړي د مرستې ژمني توکي په غریبو او بې وزلو خلکو او کورنیو وویشل. نور د نجیب الله الوخېل په ویډیويي راپور کې وګورئ.
د بلوچستان پښین ضلعې سرانانو سيمې مېشت افغان کډوال په نوي پنډغالې کې د واورو او بارانونو له کبله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. هغوی وايي چې لارې کوڅې یې له خټو ډکې دي او اورښتونو یې کورنو ته زیان اړولی. نور د صمد شبنم په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د خوست د دریو اطرافي ولسوالیو او مرکز نېږدې ۸۰ تنه نجونې او میرمنې د ښوونکو روزنې له مرکزه د مسلکي ښوونکو په توګه فارغې شوې. خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د پام وړ نجونې يې ښوونځیو کې زده کړې کوي، خو په مرکز او ولسوالیو کې يې د ښځینه ښوونکو شمېر لږ دی.
د جنورۍ په پنځلسمه د مشال راډيو لس کاله پوره شول. دا سفر لا روان دی او مشال راډيو د تل په څېر کوښښ کوي چې د پښتنو غږ تر نړۍ ورسوي. د مشال راډيو د کليزې په موقع پرون اسحق خان دا ويډيو جوړه کړې چې تاسي پکې زموږ د همکارانو خبرې او کار په اړه اورئ.
د خیبر پښتونخوا باړې عالم ګودر ښوونځی چې ودانۍ یې څه نا څه ۵۰ کاله زړه ده خو د نه رغولو له کبله کنډواله شوې ده. د سکول دروازې ماتې دي، د کوټو چتونه ویجاړ پراته دي او زده کوونکي د سکول په دغه ویجاړه ودانۍ کې زده کړې کوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
د خیبر پښتونخوا ځوان هنرمند مدثر زمان پر سندرو سربېره د کرکټ لوبغاړی، ممثل او مدني فعال دی. نوموړی وایي پر یوټیوب باندې نور خلک د دوی سندرې پورته کوي او پیسې پرې ګټي خو ډیری هنرمندان په دې خبر نه دي. له مدثر زمان سره مرکه "له اسحاق خان سره هنري بنډار" کې وګورئ.
چارواکي وايي، په پاکستان، افغانستان او هند کې د واورو او بارانونو له کبله لږ تر لږه ۱۶۱ کسان مړه شوي دي. زیاتره کسان د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير او بلوچستان کې وژل شوي دي. په افغانستان کې د مړو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.
د خیبر پښتونخوا په مردان کې د بورې یا چینۍ کارخانه د ګنیو کموالي او زیاتو ټیکسونو له وجې تړل شوې. د کارخانې سلګونه کارګران تړل شوي او مشران یې وايي چې د ګني د کمې
د افغانستان په ولایتونو کې داسې یوشمېر بې ځایه شوې کورنۍ دي چې له بې وزلۍ په نمجنو کېږدیو کې د سونتوکو پرته له ډېرو کړاوونو سره ژوند کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
اورنګزېب ګيله من د کواټ په پوليټيکل بازار کې راډيو ګانو او نورو اليکټرانيکي توکو رغولو کار کوي او هم دا يې د معاش ذريعه ده خو ورسره ورسره نوموړی د پښتو شاعري هم کوي او د دې مشهورې سندرې خالق دی ښايي هر پښتون به اوريدلي وي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل