د خیبر پښتونخوا په مردان کې د بورې یا چینۍ کارخانه د ګنیو کموالي او زیاتو ټیکسونو له وجې تړل شوې. د کارخانې سلګونه کارګران تړل شوي او مشران یې وايي چې د ګني د کمې
د افغانستان په ولایتونو کې داسې یوشمېر بې ځایه شوې کورنۍ دي چې له بې وزلۍ په نمجنو کېږدیو کې د سونتوکو پرته له ډېرو کړاوونو سره ژوند کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
اورنګزېب ګيله من د کواټ په پوليټيکل بازار کې راډيو ګانو او نورو اليکټرانيکي توکو رغولو کار کوي او هم دا يې د معاش ذريعه ده خو ورسره ورسره نوموړی د پښتو شاعري هم کوي او د دې مشهورې سندرې خالق دی ښايي هر پښتون به اوريدلي وي.
د مردان په ګوجر ګړۍ کې له اوسپینو بېلا بېل څیزونه جوړېږي چې د سیمې یو لوی صنعتي مرکز دی. دلته په کارخانو کې دننه لوی لوی ماشینونه لګېدلي دي چې پکې د جوارو، غنمو، ترېشرو ترڅنګ، لوښي، لاسګاډي او یوشمېر نور اوزارونه جوړېږي. نور د شاهنواز ترکزي په ویډیويي راپور کې وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د سوات په بېلا بېلو سيمو کې د واورو له اورېدو سره که يو خوا ورته سېلانيانو مخه کړې نو بلخوا ځايي خلک هم ورته دي. نور د نياز احمدخان په ویډیويي راپور کې. ساټ ۱ عزيز کالامي ، کبډي تابياکونک
د خوست د دریو اطرافي ولسوالیو او مرکز نږدې اتیا تنه نجونې او میرمنې د ښوونکو د روزنې له مرکزه د مسلکي ښوونکو په توګه فارغې شوې.
په بلوچستان کې که څه هم واروې او بارانونه درېدلي دي خو د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې ډېری نه یوازې له ساړه یخ سره مخامخ شوي دي بلکې د بجلۍ او ګېس بحران هم زیات شوی دی.
په افغانستان کې پر واورو د رګبي ټورنامېنټ شوی دی. پای لوبه خراسان لوبډلې ګټلې ده. په افغانستان کې په ۲۰۱۰م زکال کې د رګبي لوبې پیل شوې وې. ددې هېواد رګبي فېډرېشن په ۱۰ ولايتونو کې څانګې او کلبونه لري.
د خيبر پښتونخوا حکومت د صوبې هغه لوبغاړو لپاره د نقدو انعامونو ترڅنګ د میاشتنۍ مالي مرستو ورکولو اعلان کړی چې د لوبو په نړیوالو سیالیو کې لومړی، دوهم یا درېم مقام ترلاسه کړي. نور په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.
په قامي اسمبلۍ کې د قبایلو ځینې استازي وايي، په خیبر پښتونخوا کې تر ورګډېدو وروسته یې په سیمو کې له ژمنو سره سم، پرمختیايي کارونه نه دي شوي.
له مردانه شاوخوا ۲۰ کیلومیټره لرې، د شمال لوري ته د جلالا په لوی خوړ کې ټول کال اوبه بهېږي. د سیمې اوسېدونکي وايي پخوا دلته ګودر وو چې خلکو به ورڅخه په لوړه پرتو کورونو ته اوبه وړې.
د بلوچستان په پښتنو سیمو کې تر اوږدمهاله وچکالۍ وروسته ورښتونو د سیمې کروندګر او مالداران خوشاله کړي دي. دوی وايي، دا ځل هیله لري چې تر پسرلي مخکې به یې سیمه سمسوره شي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل