د خوست د دریو اطرافي ولسوالیو او مرکز نږدې اتیا تنه نجونې او میرمنې د ښوونکو د روزنې له مرکزه د مسلکي ښوونکو په توګه فارغې شوې.
په بلوچستان کې که څه هم واروې او بارانونه درېدلي دي خو د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې ډېری نه یوازې له ساړه یخ سره مخامخ شوي دي بلکې د بجلۍ او ګېس بحران هم زیات شوی دی.
په افغانستان کې پر واورو د رګبي ټورنامېنټ شوی دی. پای لوبه خراسان لوبډلې ګټلې ده. په افغانستان کې په ۲۰۱۰م زکال کې د رګبي لوبې پیل شوې وې. ددې هېواد رګبي فېډرېشن په ۱۰ ولايتونو کې څانګې او کلبونه لري.
د خيبر پښتونخوا حکومت د صوبې هغه لوبغاړو لپاره د نقدو انعامونو ترڅنګ د میاشتنۍ مالي مرستو ورکولو اعلان کړی چې د لوبو په نړیوالو سیالیو کې لومړی، دوهم یا درېم مقام ترلاسه کړي. نور په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.
په قامي اسمبلۍ کې د قبایلو ځینې استازي وايي، په خیبر پښتونخوا کې تر ورګډېدو وروسته یې په سیمو کې له ژمنو سره سم، پرمختیايي کارونه نه دي شوي.
له مردانه شاوخوا ۲۰ کیلومیټره لرې، د شمال لوري ته د جلالا په لوی خوړ کې ټول کال اوبه بهېږي. د سیمې اوسېدونکي وايي پخوا دلته ګودر وو چې خلکو به ورڅخه په لوړه پرتو کورونو ته اوبه وړې.
د بلوچستان په پښتنو سیمو کې تر اوږدمهاله وچکالۍ وروسته ورښتونو د سیمې کروندګر او مالداران خوشاله کړي دي. دوی وايي، دا ځل هیله لري چې تر پسرلي مخکې به یې سیمه سمسوره شي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر ۱۲مه، د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د منځني ختیځ د شخړې برخه دې نه جوړېږي. د غورځنګ مشرانو د بنو جلسې ته په وینا کې وویل، حکومت دې په هېواد کې دننه د خلکو بشري حقونه خوندي کړي او د ژوند اسانتیاوې دې ورکړي. جلسې ته د ورکو کسانو د کورنیو غړي هم ورغلي ول. د پاکستان حکومت و
د جنورۍ ۱۱مې پر ماښام، په اسلام اباد کې د پاکستان د هنرونو مرکزي شورا (پي اېن سي اې) د موسیقۍ د زدکړو سکول "اهنګ کدې" د جوړېدو دویمې کلیزې په مناسبت د موسیقۍ بنډار جوړ کړی وو چې ورته نومیالۍ سندرغاړې زرڅانګه وربلل شوې وه. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د جنوري پر ۱۱مه د پېښور په نشتر هال کې ((د فاټا تر انضمام وروسته حالت باندې د قبايلو د حقونو قامي جرګه)) وشوه. په جرګه کې د قبایلي سیمو مدني فعالانو، سیاستوالو او ځوانانو د یو قرارداد له لارې ۱۲ نکاتي اېجنډا منظوره کړه.
د خیبر پښتونخوا د سوات په ملم جبه کې پر واورو د لوبو مېله پیل شوې ده چې ورته یو شمېر سيلانيان او لوبغاړي ورغلي دي. نياز احمد خان پرې ويډيويي رپورټ جوړ کړی دی.
د پښتو ژبې فلمونو وتلی اداکار عمران خټک وایي، د ضیاوالحق په واکمنۍ کې د 'غېر اخلاقي' فلمونو پرضد يې تحریک پیل کړی و چې پکې زندان ته هم تللی و. له نوموړي سره عظمت علي شاه خبرې کړې چې په دې ویډیو کې يې کتلای شئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل