د جنورۍ ۱۱مې پر ماښام، په اسلام اباد کې د پاکستان د هنرونو مرکزي شورا (پي اېن سي اې) د موسیقۍ د زدکړو سکول "اهنګ کدې" د جوړېدو دویمې کلیزې په مناسبت د موسیقۍ بنډار جوړ کړی وو چې ورته نومیالۍ سندرغاړې زرڅانګه وربلل شوې وه. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د جنوري پر ۱۱مه د پېښور په نشتر هال کې ((د فاټا تر انضمام وروسته حالت باندې د قبايلو د حقونو قامي جرګه)) وشوه. په جرګه کې د قبایلي سیمو مدني فعالانو، سیاستوالو او ځوانانو د یو قرارداد له لارې ۱۲ نکاتي اېجنډا منظوره کړه.
د خیبر پښتونخوا د سوات په ملم جبه کې پر واورو د لوبو مېله پیل شوې ده چې ورته یو شمېر سيلانيان او لوبغاړي ورغلي دي. نياز احمد خان پرې ويډيويي رپورټ جوړ کړی دی.
د پښتو ژبې فلمونو وتلی اداکار عمران خټک وایي، د ضیاوالحق په واکمنۍ کې د 'غېر اخلاقي' فلمونو پرضد يې تحریک پیل کړی و چې پکې زندان ته هم تللی و. له نوموړي سره عظمت علي شاه خبرې کړې چې په دې ویډیو کې يې کتلای شئ.
د جنوري پر ۱۰مه ماښام مهال د کوټې ښار په یوه جومات کې له بمي چاودنې د افغان طالبانو د قاضي القضات عبدالحکيم زوی عبدالغفور او د پاکستاني پوليسو يو لوړرتبه افسر امان الله په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي. په دې اړه د ایوب ترين ویډیويي راپور وګورئ.
د جنورۍ پر۱۰مه د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون په پېښور کې هم اهل تشیع ټولنې (امامیه جرګې) د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې پرضد لاریون وکړ. نور د غلام غوث په ویډیو کې وګورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران وايي، عبدالرزاق دوتاڼي په هېواد او سیمه کې د محکومو قامونو د حقوقو اخېستلو تاریخي هلې ځلې کړې. د دوی په وینا هغه یو نه هېرېدونکی سیاسي مبارز او اتل وو.
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران او د ګلان کېمپ اوسیدونکي له افغان حکومت او نورو مرستندویه ادارو غواړي، چې دوی سره د ژمنیو توکو او خوراکي موادو مرستې وکړي. دوی وايي، څو ورځې مخکې ګلان کېمپ ته د پکتیکا د برمل او لمنې څخه یو شمېر کورنۍراغلي، چې نه يې سرپناه شته او نه هم خوراکي توکي لري. په دې اړه
د خوست تڼي ولسوالۍ درملکي کلي کې د نجونو ښوونځي لپاره وکيل شاه خان خپله د لکونو افغانيوو دوه جريبه ځمکه وړيا ورکړې ده. په دې ښوونځي کې به ۲۰۰۰ جينکۍ سبق وايي. هغه وايي غواړي د دې ښوونځي فارغانې ډاکټرانې شي چې خلک د پاکستان او نورو هېوادونو له احتياجه خلاص شي. وکيل شاه
د افغانستان په ننګرهار ولايت کې په سلګونو تسليم شوو داعش وسله والو کې ځيني يې د قبايلي ضلعو دي. د ننګرهار چارواکو د پښتني دود ترمخه له خېبر پښتونخوا ورغلې قبايلي جرګې ته د دغو وسله والو ځينې مېرمنې او ماشومان نن وسپارل. حضرت عمر له دې ماشومانو يو دی. په دې ويډيو کې هغه خپله کيسه کوي.
په کوټه کې له یخني سره سم د وچې مېوې په بیو کې هم زیاتوالی راغلی او زیاتره ښاریان د ګرانۍ له کبله د وچو مېوو د اخېستو سرټکوي. په دې اړه د ایوب ترین وېډیويي راپور وګورئ.
په کوټه کې یوشمېر ډول ږغونکې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، که څه هم د دوی کونۍ له مودې راهیسې د ډول ږغولو کیسب کوي خو نن سبا د خپل کاروبار لارې د دوو وختونو ډوډۍ پیدا کولو ته کړېږي. د دوی یوشمېر خلګ کورونه نه لري، په روان یخ موسم کې هم د زړو ټاټونو جوړ کړل سوو کوډیوو کې شپې
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل