د جنورۍ پر۱۰مه د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون په پېښور کې هم اهل تشیع ټولنې (امامیه جرګې) د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې پرضد لاریون وکړ. نور د غلام غوث په ویډیو کې وګورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران وايي، عبدالرزاق دوتاڼي په هېواد او سیمه کې د محکومو قامونو د حقوقو اخېستلو تاریخي هلې ځلې کړې. د دوی په وینا هغه یو نه هېرېدونکی سیاسي مبارز او اتل وو.
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران او د ګلان کېمپ اوسیدونکي له افغان حکومت او نورو مرستندویه ادارو غواړي، چې دوی سره د ژمنیو توکو او خوراکي موادو مرستې وکړي. دوی وايي، څو ورځې مخکې ګلان کېمپ ته د پکتیکا د برمل او لمنې څخه یو شمېر کورنۍراغلي، چې نه يې سرپناه شته او نه هم خوراکي توکي لري. په دې اړه
د خوست تڼي ولسوالۍ درملکي کلي کې د نجونو ښوونځي لپاره وکيل شاه خان خپله د لکونو افغانيوو دوه جريبه ځمکه وړيا ورکړې ده. په دې ښوونځي کې به ۲۰۰۰ جينکۍ سبق وايي. هغه وايي غواړي د دې ښوونځي فارغانې ډاکټرانې شي چې خلک د پاکستان او نورو هېوادونو له احتياجه خلاص شي. وکيل شاه
د افغانستان په ننګرهار ولايت کې په سلګونو تسليم شوو داعش وسله والو کې ځيني يې د قبايلي ضلعو دي. د ننګرهار چارواکو د پښتني دود ترمخه له خېبر پښتونخوا ورغلې قبايلي جرګې ته د دغو وسله والو ځينې مېرمنې او ماشومان نن وسپارل. حضرت عمر له دې ماشومانو يو دی. په دې ويډيو کې هغه خپله کيسه کوي.
په کوټه کې له یخني سره سم د وچې مېوې په بیو کې هم زیاتوالی راغلی او زیاتره ښاریان د ګرانۍ له کبله د وچو مېوو د اخېستو سرټکوي. په دې اړه د ایوب ترین وېډیويي راپور وګورئ.
په کوټه کې یوشمېر ډول ږغونکې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، که څه هم د دوی کونۍ له مودې راهیسې د ډول ږغولو کیسب کوي خو نن سبا د خپل کاروبار لارې د دوو وختونو ډوډۍ پیدا کولو ته کړېږي. د دوی یوشمېر خلګ کورونه نه لري، په روان یخ موسم کې هم د زړو ټاټونو جوړ کړل سوو کوډیوو کې شپې
په لاهور کې د پښتو فلمونو سټوډيو ودانۍ کنډوکپرې پرتې دي چې له کبله یې د پښتو فلمونو اداکاران، پروډیوسران او نور هنرمندان بې کاره شوي دي. هنرمندان وايي چې د فلم کتونکو د کمي له کبله څوک په فلم جوړولو کې سرمایه نه لګوي. په دې اړه عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
په اسلام اباد کې خبریالانو د جنورۍ پر اتمه د مظاهرې پر وخت د رسنیو له مالکانو غوښتي چې خپلو کارکونکو ته دې پر وخت تنخواګانې ورکړي. د خبريالانو په وينا د زياتره ټي وي چېنلونو او اخبارمالکانو د خپلو کارکونکيو تنخاګانې کمې کړې دي خو بیا یې هم پر وخت نه ورکوي. راپور: احمد الله ویډیو: عمران یونس
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران او د ګلان کېمپ اوسیدونکي له افغان حکومت او نورو مرستندویه ادارو غواړي، چې دوی سره د ژمنیو توکو او خوراکي موادو مرستې وکړي.
د خوست شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون چې څلور میاشتې مخکې فعال شوی او ۵۲ تنه روغتیايي کارکوونکي لري، ډېر لږ ناروغان ورته درملنې لپاره راځي. د روغتون مسوولین یې لامل د برښنا او بودیجې په ګډون ځینې ستونزې یادوي. نور د نجیب الله الوخیل په ویډیويي رپوټ کې وګورئ.
د جنورۍ پر اتمه د یوې اوکراینۍ مساپروړونکې الوتکې پرېوتو په پېښه کې سپاره ټول ۱۷۶ کسان وژل شوي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې په وژل شویو کې ۱۰ تنه افغانان دي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل