د پاکستان پنډۍ ښار کې يوشمېر پښتنو په اتڼ کولو سره د نوي کال ۲۰۲۰م هرکلی وکړ. د يو سوداګر له اعلان سره سم به د نوي کال په شپه په پراخه کچه د اورلوبې ننداره کېده خو د ځايي چارواکيو د نه اجازې وروسته ورغليو خلکو له يو بل سره عکسونه واخیستل او پښتنو ځوانانو اتڼ وکړ.
د پښتو ځوان سندرغاړی زبېرنواز چې په امریکا کې ژوند کوي وایي غواړي پښتو موسیقي د نړۍ په کچ د خلکو تر غوږونو ورسوي. د نوموړي په وينا موسیقي تر ډیرو هغو کارونو ښه ده چې بدې پایلې ولري. له زبېر نواز سره مرکه "له اسحاق خان سره هنري بنډار" کې وګورئ چې د عظمت علی شاه په مرسته جوړ شوی.
په خیبر پښتونخوا کې د شاتو کاروباريان اود مچیو ساتونکي اندېښمن دي چې د ماحولياتي تبديلۍ له لاسه یې ۶۰ سلنه مچۍ مري. دوی له حکومته غوښتنه وکړه، هغه ونې دې ولګوي چې د شاتو پيداوار ته وده ورکړي او د مچیو لپاره ګل وکړي. نور تفصيل د عظمت علي شاه په دې رپورټ کې.
په سوات کې د پښتو ژبې نومیالي لیکوال او د ګندهارا هنري ټولنې مشر پروفيسر محمد پروېش شاهين په ادبي خدماتو يوه غونډه وشوه. نور حال د نياز احمدخان ویډیويي راپور کې وګورئ.
د خیبر سیاسي اتحاد د لواړګي د یوه ځوان وژنې او د یو شمېر کسانو ګرفتارۍ ضد احتجاجي پرلت د جنورۍ تر لومړۍ نېټې غځولی دی. د بېلا بېلو سیاسي ګوند
د کواټ په تیرا بازار کې یو وړوکی مارکېټ دی چې پکې د بوڼ کټونه خرڅېږي. د مارکېټ دوکانداران وايي، په وروستیو کلونو کې د اوسپنې او پلاسټېک کټونو خرڅلاو زیات شوی ځکه چې ارزانه دي خو ځینې خلک اوس هم د لرګي او بوڼ کټونه اخلي. ویډیويي رپورټ.
په ۲۰۱۹م کال کې په پاکستان کې د مهمو پيښو په اړه ګل اياز د رويټرز اژانس بېلا بېلې ويډيوګانې راخيستي او راپور يې جوړ کړی دی.
په ۲۰۱۹ز کال کې په یو شمېر هېوادونو کې مظاهرې د تاوتریخوالي ښکار شوې، د فرانسې نوتره دیم کلیسا وسوځېده، یو طنزیه اداکار د اورکراین ولسمشر شو او بیا د امریکا د کورنۍ سیاسي لانجې ښکار شو. د ۲۰۱۹ز کال د لویو خبرونو او پرمختګونو په اړه انځوریزه ګالري وګورئ.
د پاکستان پپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي دي چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د ملک د ولس لپاره عذاب جوړ شوی دی. نوموړی دا څرګندونې د ډېسېمبر پر۲۷مه په راولپنډۍ کې د خپلې مور بېنظیر بټو د ۱۲م تلین پر مهال په وینا کې کړې دي.
۴۰ کاله مخکې شوروي اتحاد د افغانستان د هغه مهال د ولسمشر د وژلو او د کابل نیولو لپاره پټې هڅې پيل کړې. د ۱۹۷۹ کال د ډېسېمبر ۲۷ په افغانستان کې د شوروي د خونړۍ جګړې پيلامه وه. فرود بیژن مو په دې مستند کې له هغو سري عملیاتو خبروي چې پکې د افغانستان ولسمشر حفیظ الله امین ووژل شو.
پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله څلوېښت کاله وروسته لا هم د هماغه وخت دردوونکې خاطرې تازه دي. په دې لنډه ویدیو کې د څو تنو ژوند ته کتنه شوې چې عزیزان یې د شوروي پوځونو او مجاهدینو ترمنځ په جګړه کې وژل شوي دي.
په کراچۍ کې ځينو خلکو د لمر تندر په وخت خپل ناروغان په شګو کې ښخ کړي وو. دوی عقيده لري چې دې سره به ښه شي. نور حال یې په دې ويډيو کې وګورئ. راپور او ايډيټ: بشير ګواښ ويډيو: رويټرز
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل