د پاکستان پوځ وياند د اګست پر ۲۹مه ويلي دي چې د بېليسټيک توغندي کاميابه ازموينه يې کړې ده. د مېجر جنرل اصف غفور په خبره غزنوي ميزايل د اټومې وسلو وړلو توان هم لري.
د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ملک کالو خان پر قبر ګنبد جوړ کړل شوی دی. له دې وړاندې د نوموړي قبر د کالو ډېر په يوه هديره کې يو عادي قبر و. کالو خان په ۱۶مې ميلادي پېړۍ کې د يوسفزيو لوی مشر پاتې شوی او د مغلو پر ضد يې د يوسفزيو د جنګ مشري کړې وه. نوموړي مغلو ته په لويو جنګونو کې ماتي ورکړې وه.
اویغور ځوانان د چین له سنکیانګ صوبې څخه امریکا ته په تېښته بریالي شوي دي خو مشکله ده چې په خپل وطن کې یې واشنګټن له مذهبي ځورونې وژغوري. په دې هکله تفصیل د امریکا غږ د خبر مرکزي څانګې په دې رپورټ کې.
د کابل په یو شمېر کېمپونو کې مېشتې بېکوره شوي کورنۍ وايي، کله چې له کثافاتو خوسا شوي خواړه راټولوي نو د سپيو له حملو سره مخ کېږي. په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بېځايه شويو بېوزلي تاييدوي خو وايي له دوی سره مرستې شوې دي. نور حال د تميم اخګر په وېډيويي راپور کې.
ارزګان کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېري وايي د معاشونو د نهورکولو له کبلهيې ملګرو دندې پرېښي. دوی ادعا کوي چې شپه او ورځ د سرونو په سودا جنګېږي، خو معاشونهيې لوړپوړي مشران جېبونو ته اچوي.
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د ساینس کالج په انګړ کې د کتابونو نندارتون د اګست پر ۲۶مه پیل شو چې پنځه ورځې به دوام کوي. په دې موقع چارواکو وویل چې د بلوچستان د مرکز ترڅنګ په کلیوالو سیمو کې هم کتابتونونه پرانیزي څو د کتاب مینه وال ترې ګټه پورته کړل شي. نور حال د ایوب ترین په ویډیويي راپور کې.
په سوات کې د پوهنتون پر ودانۍ ۱۰ کاله وړاندې کار پېل شوی وو چې لا هم بشپړ شوی نه دی. استادان او شاګردان وايي چې د اوږدې مودې تېرېدو سربېره هم زدهکړې د کرايې په ودانيو کې ورکول کېږي.
د افغانستان نوميالی ژورنالېسټ اکبر ايازي د ورپېښې ناروغۍ له امله د اګست پر ۲۵مه د امريکا په ورجينيا ايالت کې ومړ.
د اګست په ۲۵مه په خوست کې د ښځو په لاسو د جوړو شویو شیانو ننداتون جوړ شوی و. په نندارتون کې ښځینه کمیسونه، ټیکري،د ماشومانو جوړې، غاړې او نور توکي ايښودل شوي ول. تفصیل له خوسته د نجیب الله الوخېل په وېډیو کې.
په اګست او جولای مياشتو کې ايران، شمالي کوريا، جاپان، چين، جارجيا، روس او لوېديځو هېوادونو پوځي تمرينونه يا د توغنديو او دفاعي نظام ازموينې کړي دي.
د روسیې په سایبيریا سیمه کې د شنو اوبو يو ډنډ د مالدیپ یا انډونیشیا د جزیرو په څېر ښکاري او ورته د سایبيریا مالدیپ هم ویل کېږي خو د دې حقیقت بل څه دی. تفصیل یې په دې ویډيو کې وګورئ.
د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت د ازادۍ راډیو همکارانو د شاه امان الله خان د کارنامو او میراثونو پر موضوع د مستند فلم درېیمه برخه.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل