د پاکستان حکومت خپلې د ازادۍ ۷۳مه کاليزه له کشميريانو سره د يو والي په توګه ولمانځله. له پنډۍ څخه تر اسلام اباد پورې هم يوه رېلي راويستې شوې وه چې په اړه یې احمد الله ویډیويي رپورټ جوړ کړی دی. ویډیو: عمران یونس
د کعبې پوښ په لسو میاشتو کې د شپږ نيم ميليونه ډالرو په لګښت تیارېږي. د دې پوښ په اوبدلو ۱۷۰ کارېګر کار کوي او له ۶۷۵ سوچه ورېښمو يې جوړوي. نور معلومات د رويټرز په دې ويډيو کې وګورئ چې بشير ګواښ جوړه کړې.
له مسکو سره نېږدې د یوه کروندګر په پټي کې یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې چې له کبله یې د نهو ماشومانو په ګډون ۲۳ ته ټپیان روغتون ته رسول شوي.
له لندن څخه اته کسان پر سايکلو حج ته تللي وو. دوی تر ۱۷ ملکونو تېر شول او په دوه میاشتو کې تر خپل منزله ورسېدل. له دې کاره يې يوې خيريه ادارې لپاره مالي مرستې راټولې کړي. نور حال یې د رويټرز په دې ويډيو کې... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ
د خېبر پښتونخوا د سېلګريزې سيمې ناران یو اوسېدونکی افتاب د خپلو زده کړو لګښت د اس په سورلۍ پوره کوي. دی سیمې ته ورغلیو سېلانیانو ته په خپل اس چکر ورکوي. ځلاند يوسفزي یې ویډیويي رپورټ تیار کړی.
نښه ویشتنه یوه دوديزه لوبه ده چې لا هم د پښتنو په ځینې سيمو کې ژوندې ده. د خېبر په لواړګي کې د نښې ویشتو سیالۍ شوې دي. دا چې په دې لوبه کې څه ډول وسلې استعمالېږي؟ او د دغې لوبې د شوق په اړه ځايي خلک څه نظر لري؟
د اګست پر ۱۳مه لسګونو خوستیو مېرمنو د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې بین الافغاني خبرو اترو لپاره تیار شي. دوی چې د سولې ټیکري تر عنوان لاندې یوې برنامې کې راټولې شوې وې، دا هم وویل د جګړې دوام به ښکیلو خواوو ته په راتلونکې کې له پښېمانۍ پرته بله هېڅ ګټه په لاس ورنکړي.
د بلوچستان له مشهورو خوړو یې یو مالګین روش دي چې د پسه له غوښې پخېږي. په اړه یې د امریکا غږ ډیوه راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
په افغانستان کې د ریحان ګلو ګبین کندهاري کرونده ګرو ته ګټه رسولې او په نړیواله کچه په بازارونه کې شهرت لري. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان حکومت ویلي، دا ورځ به د کشمیر له ولس سره د یو والي په توګه لمانځي. ویډیو: عمران یونس
د خوست د متون بابا غونډیو د لوی اختر مېلې لا هم دوام لري. دغه مېلې ته زموږ همکار نجیب الله الوخېل ورغلي او دا ویډیويي رپورټ یې کښلی. ویډیو اېډېټ هدایت سلطاني
په پاکستان کې د پلاسټک کڅوړو د استعمال کمولو لپاره هلې ځلې پیل شوي دي. په دې لړ کې په اسلام اباد کې د پلاسټکي کڅوړو پر استعمال بندېز لګول شوی چې د اګست پر ۱۴مه عملي کېږي. ویډيو: اې ایف پي اېډیټ او ژباړه: انیسه اجمل
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل