په خوست کې د ملکي او امنیتي چارواکو ترڅنګ سلګونه کسانو په لوی جامع جومات کې د لوی اختر لمونځ وکړ. چارواکو او اوسېدونکو د اختر په مناسبت په خبرو کې د سولې هیله وښوده. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
د اختر له راتګ سره سم، په چارسده کې د پیاڅې یا جوارو اوړو خرڅلاو زیات شوی دی. په چارسده کې زیاتره خلک د برېښنايي پر ځای د اوبو له ژرندې د جوارو اوړه اخلي. ژرندګړی وايي، په اختر کې پیاڅه زیاته ځکه خرڅېږي چې دا اوړه په کبابو کې کارېږي. ویډيويي رپورټ وګورئ.
عنایت الله د سوات سندرغاړی دی او د موسیقۍ ترڅنګ په لوبو او انځورګرۍ کې هم دلچسپي لري. نوموړي د لوی اختر مبارکۍ ترڅنګ د مشال راډیو اورېدونکو او خپلو مینه والو ته سندره ډالۍ کړې چې په ویډیو کې یې لیدلای شئ.
د پاکستان د نورو ښارونو په څېر په اسلام اباد کې هم د قربانۍ څارویو منډيي لګېدلې چې خلک ورځي، خو زیاتره یې له ګرانۍ شکایت کوي او وايي، وړوکی څاروی هم نشي اخیستای. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اګست پر ۱۱مه د سعودي عرب او افغانستان په ګډون د نړۍ په زياترو هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. په پاکستان کې حکومت د اګست پر ۱۲مه اختر اعلان کړی.
د لوی اختر له راتګ سره سم، په کوټه کې د چړو او چاقوګانو د تېره کولو کار زور اخیستی. خلک نه یوازې پڅې چړې تېرې کوي بلکې نوې هم اخلي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نړۍ تر شل لاکه زيات حاجيان د حج په مراسمو بوخت دي. حاجيان نن په عرفات کې دي او د کعبې امام خطبه ورکړې. ويډيو : ايسوشي ايټید پريس ايډيټ : ګل اياز
د افغانستان د خوست شیخ زاید پوهنتون کې د شرعیاتو د پوهنځي لپاره تدریسي وداني چې ودانیزې چارې يې شپږ کاله وړاندې پیل شوې وې او د ځینو ستونزو له کبله يې کارونه نه وو بشپړ شوي، تر تکمیلدو وروسته د اګست پر ۹مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا حکومت په سېلګريزه سيمه ناران کې د سیلانیانو لپاره د یو هاسټل پرانیسته وکړه چې موخه یې سیلانیانو ته اسانتیا ورکول دي. چارواکي وايي، په ځانګړي ډول ځوانان له دې ودانۍ زیاته ګټه پورته کولی شي. په دې اړه د ځلاند يوسفزي ويډيويي رپورټ وګورئ.
هندي چارواکو د جمعې د لمانځه لپاره په کشمیر کې په ګرځبندیز کې نرمي کړې وه. د رويټرز خبري اژانس له مخې په ځينو سيمو کې سکولونه هم خلاص کړل شوي وو. تفصيل دلته په ويډيو کې کتلای شئ. راپور: رويټرز اېډېټ: اسرار
سږ کال په زرګونه کسانو د حج لپاره له افغانستانه او پاکستانه مکې ته تللي دي. د حج مراسم روان دي چې د اکست تر ۱۴مې پورې دوام لري. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پاکستان کې خلک وایي، د لوی اختر راتلو سره سم د سبزیانو او میوو ترڅنګ د نورو خوراکي توکیو بیې لوړې شوي چې له کبله يې خلک نه شي کولای اختر لپاره سبزي یا میوه واخلي. په دې اړه د سراج ظهیر ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل