بې روزګاره شوو خبریالانو کې ځینو انټرنیټي کمپنۍ جوړې کړې دي او ځینو له سره د خبریالۍ ډګر پرېښی دی. په دې اړه نور تفصیل د مشال راډیو په دې ویډیو کې وګورئ
د کالاش د بمبورېت درې خليل الرحمان د نورستاني قام د لرغوني اثارو او تاريخ خوندي کولو لپاره په کور دننه لرغونتون یا میوزییم جوړ کړې دی. نوموړی وايي چې د نورستاني قام د تاريخ خوندي کولو لپاره تقریباً هېڅ کار نه دی شوی. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ
په خوست کې د خپلواکۍ بیا ګټلو ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت غونډې روانې دي. د ۱۹۱۹ز کال د اګست پر ۱۹مه چې د افغانستان د زمري له ۲۸مې سره سمون خوري،
د داعش جګړه مارو د ٢٠١۴ز کال په اگست کې په عراق کې په زرگونو ایزیدۍ نجونې یرغمل کړې وې. پر دغو نجونو څه تېر شوي، د امریکا غږ راډیو یې په اړه ډاکومېنټري تیاره کړې چې دا یې دویمه برخه ده.
د پاکستان د د تېلو او ګیس چارو د انتظام ادارې (اوګرا) د جولای پر ۳۱مه په بیان کې ویلي چې د ډیزلو د یو لېټر بیه پېنځه روپۍ او ۶۵ پیسې، د پېټرولو څه د پاسه پېنځه روپۍ او د سپکو (لایټ) ډیزلو بیه اته روپۍ ۹۰ پیسې لوړوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د راولپېنډۍ د موړه کالو په نامه یوه کلي کې بېګا نیمه شااوخوا دوې بجې د یوې پاکستانۍ پوځي الوتکې په نسکورېدو کې د پنځو پوځیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي. بشیر ګواښ په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ویډیو څخه رپوټ جوړ کړی دی. ویډیو اېډېټ: هدایت سلطاني
د پېښور مهابت خان لرغونی جماعت د مغلو په دوره کې ودان شوی وو چې د نه بیارغونې له کبله ځای پر ځای کنډواله شوی دی. که څه هم دوه کاله وړاندې یې د بیا-رغولو چارې پیل شوې خو لاهم له رغېدو لیرې ښکاري. د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
په کابل کې د ماینونو لټولو مرکز داسې سپیان روزي چې د ماینونو په موندلو کې مرسته کوي. په دغه ویډیويي راپور کې کتلی شي چې سپيان څنګه د دغه ستونزمن کار لپاره چمتو کېږي.
په خوست کې ګڼ خلک د ولایت مقام ته ورغلي ول چې د افغانستان د بیرغ ورځ ولمانځي. دوو مشرانو قاضي احمد ببرکزي او سخي محمود مهربان مشال راډیو ته وویل، بیرغ د هېواد د خپلواکۍ ښکارندويي کوي چې لمانځل یې اړین دي. هلته ورغلیو خلکو اتڼونه وکړل او د ورځې په مناسبت یې لاریون هم وکړ. ویډیو وګورئ.
کابل کې د یکشنبې ورځې په خونړي برید کې وژل شوی یو تن جمال ناصر دی په لوړو زده کړو کې یې دوه لسانسه لرل خو دا هر څه یې له خپلو هیلو سره تر خاورو لاندې شو. د ازادي راډيو خبریال شفیع کریمي د پېښې له ځایه راپور راکوي. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان که وزیر اعظم عمران خان استعفا ور نه کړي نو اسلام اباد ته به لاریون پیل کړي. د نوموړي په خبره د تحریک انصاف حکومت له ګرانۍ او بې روزګارۍ ولس تنګ راغلی دی. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین ویډيو راپور
د پاکستان مزدور کسان پارټۍ په دغه هېواد کې د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو پرضد له لاهوره یو لاریون پیل کړی چې د جولای پر ۲۸مه د دوامداره احتجاجونو په اعلان په راولپېنډۍ کې پای ته ورسېد. ویډيو راپور
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل