د نړۍ په زياتره هېوادونو کې له غرونو د بار وړلو او تګ راتګ کار ترې اخيستل کېږي. خو د لاطيني امريکا هېواد کولمبيا کې يو کلي کې خلکو د خرونو ښکلا او غږونو سيالۍ شوي. ويډيو: رويټرز خبري اژنس ايډيټ : ګل اياز
یو شمېر افغان ناروغان شکایت کوي او وايي چې په هند کې ترې ترجمانان په ډول ډول پلمو ډېرې پیسې اخلي. ترجمانان په دغه راپور کې حاضر نه شول چې د ناروغانو د دغو شکایتونو پر وړاندې ځواب ووايي. تمیم اخګر هند ته تللی او د افغان ناروغانو د ستونزو په اړه یې دغه ویډیويي راپور چمتو کړی دی .
په کوټه کې د جولای پر پنځمه د پښتو اکېډمي له خوا پیل شوی درې ورځنی نړیوال پښتو کانفرنس دوام لري چې پکې د پاکستان، افغانستان او د نړۍ یو شمېر هېوادونو کارپوهان، شاعران، څېړونکي او لیکوالان ګډون لري. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا په سوات پوهنتون کې د نجونو زده کوونکو د لاس جوړ کړل شویو شيانو ننداره وشوه. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ ګورئ.
له اسلام اباده ۷۰ کلوميټره ليرې د چکري په بلاول کلی کې هر کال د غويانو دوديزه ځغل کېږي. ويډيو : فرانس پرېس خبري اژانس ايډيټ : ګل اياز
د عوامي نېشنل پارټۍ د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي په کوټه کې د خپل ګوند یوې تنظیمي غونډې ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې د امن مذاکرات یوازې او یوازې په افغانستان کې دننه پکار دي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پېښور تاجرانو او دکاندارانو د زیارت په ورځ په شعبه بازار کې په بجټ کې د لګول شويو نويو تجارتي ټېکسونو پرضد احتجاجی لاریون وکړ. دوی ویل چې نوي تېکسونه نه مني او نور احتجاجونه به کوي. له پېښوره د غلام غوث ویډیو راپور
په کوټه کې هزاره ګان د موڅې یا سنګرګ په نوم یوه دودیزه بازۍ لوبې سره ډېره مینه لري او هڅه کوي چې دغه لوبه په نړیواله کچه مشهوره شي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ويډیويي رپورټ وګورئ.
په خېبر ضلع کې د وسله والو پرضد د پوځي عملياتو وروسته امنيت ښه شوی دی خو هغه موسيقاران چې وسله والو ځورولې اوس هم د ويرې په چاپېرچل کې ژوند کوي. دوی باړې ته ستانه شوي دي خو کورونه يې وران دي او د موسیقۍ د پروګرامونو د نشتوالې له کبله هوټل يا ګاډۍ چلوي.
په کراچۍ کې ځینې شتمن خلک په شخصي ژوبڼونو کې زمري ساتي چې زیاتره یې له نورو هېوادونو پاکستان ته وروړل کېږي. د زمرو سوداګر وایي، په کراچۍ کې زمري او نور نایابه ځنارو په ښه توګه کېږي. د ځنارو یو ساتونکی وایي، په هغه ښار کې خلکو له ۳۰۰ زیات زمري ساتلي دي.
د جولای پر دویمه د کوهاټ په مرکزي بازار کې د سوداګرۍ ټولو تنظيمونو مشرانو او دکانداران په لوی شمېر کې د نویو لګول شویو ټېکسونو پرضد احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وویل، حکومت ته پکار ده چې په شتمنو خلکو ټېکسونه ولګوي او غريبانو ته سهولتونه ورکړي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل