په کراچۍ کې ځینې شتمن خلک په شخصي ژوبڼونو کې زمري ساتي چې زیاتره یې له نورو هېوادونو پاکستان ته وروړل کېږي. د زمرو سوداګر وایي، په کراچۍ کې زمري او نور نایابه ځنارو په ښه توګه کېږي. د ځنارو یو ساتونکی وایي، په هغه ښار کې خلکو له ۳۰۰ زیات زمري ساتلي دي.
د جولای پر دویمه د کوهاټ په مرکزي بازار کې د سوداګرۍ ټولو تنظيمونو مشرانو او دکانداران په لوی شمېر کې د نویو لګول شویو ټېکسونو پرضد احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وویل، حکومت ته پکار ده چې په شتمنو خلکو ټېکسونه ولګوي او غريبانو ته سهولتونه ورکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جولای پر دریمه سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی او هلته یې له ځینو پروژې پرانیستنه وکړه. په دغو پروژو کې د ۳۰ میګاواټه لمرینې برښنا دوې پروژې هم ول چې په انځورونو کې کتلای شئ.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د جولای پر لومړۍ نېټه د ډزو او یوې درنې چاودنې د پېښې حال له لېمې هادي څخه اورو چې د پېښې ځای ته تللې او په اړه یې دا ویډیويي راپور برابر کړی دی. د طالب وسله والو په هغه برید او چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۰۵ ژوبل دي چې پکې ۵۰ د یوه ښوونځي ماشومان دي.
پېښور کې د سرتاج خان د وژنې پرضد اې اېن پي لاریون وکړ
د عراق د کوردانو د سلیمانیې اوسېدونکی اراس نه یوازې په پښو انځورونه باسي، بلکې یو شمېر نندارتونونه یې هم جوړ کړي. د عثمان په ډېریو انځورونو کې د کوردانو د سیمې طبیعي یا قدرتي ښکلا او د هغه د ژوند دردناکه کیسه کښل شوې. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیو وګورئ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې، د کابل په ګلبهار ټاور کې د جولای پر لومړۍ نښته سهار اته نیمې بجې پیل شوې وه
د جولای پر لومړۍ نېټه د کابل له محمود خان پله سره نېږدې موټر بم چاودنه شوې چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
افغان چارواکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغانو شمېر زيات شوی دی. دوی زياتوي چې اوسمهال تر يو مليون زيات ماشومان د پوليو له واکسينه بې برخي دي.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نېکلاس کې هیله لري تر سېپټېمبره د سولې هوکړه وشي، خو تر هغې وخت کم دی.
له خپل کور او کلي بېځایه شوې صبرینې له ستونزو سره سره تازه تعلیم ته مخه کړې. نوموړې د یوې مرستندویې ټولنې په همکارۍ خپلې زده کړې پیل کړې دي. د ازادۍ راډیو خبریال عالم رحمانیار د صبرینې او یو شمېر نورو یتیمو ماشومانو پر ژوند او زده کړو راپور برابر کړی. اېډېټ: لېمه هادي
د افغانستان د کندهار والي حیات الله حیات د جون پر ۲۹مه خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو وسله والو کې د فرا لپاره د طالبانو څارنوال په خوست کې د دې ډلې یو مشر هم شامل دی. راپور: صادق ریښتینی ایډیت:هدایت سلطاني
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل