په خوست کې ګڼ خلک د ولایت مقام ته ورغلي ول چې د افغانستان د بیرغ ورځ ولمانځي. دوو مشرانو قاضي احمد ببرکزي او سخي محمود مهربان مشال راډیو ته وویل، بیرغ د هېواد د خپلواکۍ ښکارندويي کوي چې لمانځل یې اړین دي. هلته ورغلیو خلکو اتڼونه وکړل او د ورځې په مناسبت یې لاریون هم وکړ. ویډیو وګورئ.
کابل کې د یکشنبې ورځې په خونړي برید کې وژل شوی یو تن جمال ناصر دی په لوړو زده کړو کې یې دوه لسانسه لرل خو دا هر څه یې له خپلو هیلو سره تر خاورو لاندې شو. د ازادي راډيو خبریال شفیع کریمي د پېښې له ځایه راپور راکوي. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان که وزیر اعظم عمران خان استعفا ور نه کړي نو اسلام اباد ته به لاریون پیل کړي. د نوموړي په خبره د تحریک انصاف حکومت له ګرانۍ او بې روزګارۍ ولس تنګ راغلی دی. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین ویډيو راپور
د پاکستان مزدور کسان پارټۍ په دغه هېواد کې د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو پرضد له لاهوره یو لاریون پیل کړی چې د جولای پر ۲۸مه د دوامداره احتجاجونو په اعلان په راولپېنډۍ کې پای ته ورسېد. ویډيو راپور
د انتخاباتي کمپاینونو په لومړۍ ورځ وسلهوالو حمله کوونکو په کابل ښار کې د زرغون بهیر پر دفتر حمله وکړه. د زرغون بهیر دفتر د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي انتخاباتي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح پورې اړه لري. شفیع کريمي له نورو جزئیاتو سره. وېډیو او اېډېټ: ذکریا صفري
د عامې روغتیا وزیر له پرمختګونو سره سره مني چې اوس هم د روغتیا په برخه کي ستونزې شته. فېروزالدین فېروز له ازادي راډیوسره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دولت بودجه د هر افغان لپاره په روغتیایي برخه کې د کال ۵ ډالره ده. ښاغلي فېروز له نسیم شفق سره دې او نورو پوښتنو ته ځواب ویلی. وېډیو، اېډېټ: تمیم اخګر
په پاکستان کې وکیلانو د جولايي پر ۲۷مه د ټول ملک په عدالتونو کې کاربندیز او په اسلام اباد کې لویه غونډه رابللې ده. په دې اړه د احمدالله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
د افغانستان په خوست ولایت کې د درې میلیارده افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې بشپړې او د ځينو یې کارونه پیل شول. چارواکي وایي، په یادو پروژو کې د خوست نړیوال هوایي ډګر ترمینل، د کلیو او ولسوالیو تر منځ سړکونه، پلونه، پلچکونه او د اوبو سربندونه شامل دي.
په کوټه کې د اپوزیشن له لورې د تورې ورځې په مناسبت د جولای پر ۲۵مه ولسي غونډې ته د مسلم لیګ ن مرستیالې مشرې مریم نواز، د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي، د نېنشل پارټۍ مشر ډاکټر مالک او د عوامي نېشنل پارټۍ په ګډون ګڼو سیاسي مشرانو ویناګانې وکړې.
د خېبر پښتونخوا د مومندو په یکه غونډ کې د قبایلي سیمو لپاره د اوبو پرمختيايي ادارې لخوا یو باراني بند جوړېږي چې۷۰ میټره جګوالی لري. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونه د ۲۵ جولای مه د تورې ورځې په توګه لمانځي او وايي چې يو کال وړاندې د عامو انتخاباتو پر مهال ولسي واکمني غلا شوی شوی او نن د دې احتجاج له لارې ولس وايي، دا حکومت نه مني.
د جولای پر ۲۵مه په خوست کې د ولسي تړون د اقراء برنامې په چوکاټ کې د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو. په دې ودانیو چې ۵۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، ودانیزې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې سرته ورسېږي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل