په پاکستان کې جمهوریت په خطره کې دی
پاکستان د مېرمنو لپاره ځانګړي عدالتونه جوړوي
د کابل پوهنتون کې د جولايي په ۱۹مه، چاودنې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۳۳ ژوبل شوي دي. د کابل چادونه مخکې د جولای پر ۱۸مه، په کندهار کې په دوو موټر بم بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او ۹۰ ژوبل شول.
د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون په پېښور کې هم مخالف ګوندونو د تېر کال د جولای ۲۵مې ټاکنو کې د شوي درغلۍ او د تحریک انصاف د حکومت پرضد د لاریون لپاره هلې ځلې پیل کړی دی. په پېښور پرېس کلب کې د خبری کانفرنس وروسته د عوامي نېشنل ګوند سردار حسېن بابک، د قومي وطن ګوند طارق خان او د جمعیت علمای
د بريتانيا ډاکټرانو د جولايي پر ۱۶ مه نېټه د خېبرپښتونخوا دوې پښتنې خويندې چې سرونه سره يې نښتي ول سره جلا کړې. خو ډاکټرانو دا دومره ګران عمليات څنګه وکړل؟
د بلوچستان په بېلا بېلو میډیکل کالجونو کې د داخلې نه ورکولو پرضد زده کوونکیو په کېمپونو کې پر احتجاج دي. له کوټې د ایوب ترین ویډیو راپور.
د خپلې خاورو پر دولت خپل اختیار غواړو: اسفندیار
د بونیر ۲۱ کلنه حورین نه خپل کور لري، نه د ګټې وټې لپاره ورور بلکې مور یې په پردیو کورونو کې خواري مزدوري ورله کوي او په هغې په عبدالولي خان پوهنتون کې زده کړې کوي. پلار یې ورک وو او لس کاله پس چې راپیدا شو نو دماغ یې کار نه کوي. له پېښوره د شبیر احمد جان ویډيو راپور
انسان ژغورونکي سپي په کابل کې د دې هر يو سپي قيمت له لس زره ډالرو څخه تر پنځلس زره ډالرو دی خو اهميت يې ځکه ډېر دی چې د خلکو ژوند ژغوري. دوی د بوی کولو ځانګړی حس لري چې د بمونو او ماينونو شنډولو لپاره ترې کاري.دوی دا کار څنګه کوي؟ په دې ويډيو کې يې وګورئ. ويډيو: AFP راپور او ايډيټ: بشير ګواښ
د جولای پر ۱۵مه مازیګر مهال د کانکیندونکیو اتحادیې د کوټې پرېس کلب مخې ته د حکومت خلاف په یوه احتجاجي مظاهره کې غوښتنه کوله چې په دوشنبه د کوټې په ډګرۍ سیمه کې په یو کان کې له چاودنې پس هلته بند پاتې کسان دې بې له ځنډه راوباسي.
په پاکستان کې خبريالانو د جولای پر۱۶مه د غير اعلانيه سنسرشپ، د ځينو ټي وي چېنلونو د بندولو او دوی ته پر وخت تنخاګانو نه ورکولو پرضد مظاهرې وکړې. په دې اړه له اسلام اباده دا ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس رپورټ: احمد الله
د "اسحاق خان هنري بنډار" په تازه خپرونه کې مو د پښتنو له نومیالي سندرغاړي نعیم توري سره خبرې کړې دي. دی د کورمې دی خو په اسلام اباد کې اوسي او خپل کاروبار کوي. په ویډیويي مرکه کې نوموړي ځېنې سندرې هم ویلې دي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل