د بلوچستان په بېلا بېلو میډیکل کالجونو کې د داخلې نه ورکولو پرضد زده کوونکیو په کېمپونو کې پر احتجاج دي. له کوټې د ایوب ترین ویډیو راپور.
د خپلې خاورو پر دولت خپل اختیار غواړو: اسفندیار
د بونیر ۲۱ کلنه حورین نه خپل کور لري، نه د ګټې وټې لپاره ورور بلکې مور یې په پردیو کورونو کې خواري مزدوري ورله کوي او په هغې په عبدالولي خان پوهنتون کې زده کړې کوي. پلار یې ورک وو او لس کاله پس چې راپیدا شو نو دماغ یې کار نه کوي. له پېښوره د شبیر احمد جان ویډيو راپور
انسان ژغورونکي سپي په کابل کې د دې هر يو سپي قيمت له لس زره ډالرو څخه تر پنځلس زره ډالرو دی خو اهميت يې ځکه ډېر دی چې د خلکو ژوند ژغوري. دوی د بوی کولو ځانګړی حس لري چې د بمونو او ماينونو شنډولو لپاره ترې کاري.دوی دا کار څنګه کوي؟ په دې ويډيو کې يې وګورئ. ويډيو: AFP راپور او ايډيټ: بشير ګواښ
د جولای پر ۱۵مه مازیګر مهال د کانکیندونکیو اتحادیې د کوټې پرېس کلب مخې ته د حکومت خلاف په یوه احتجاجي مظاهره کې غوښتنه کوله چې په دوشنبه د کوټې په ډګرۍ سیمه کې په یو کان کې له چاودنې پس هلته بند پاتې کسان دې بې له ځنډه راوباسي.
په پاکستان کې خبريالانو د جولای پر۱۶مه د غير اعلانيه سنسرشپ، د ځينو ټي وي چېنلونو د بندولو او دوی ته پر وخت تنخاګانو نه ورکولو پرضد مظاهرې وکړې. په دې اړه له اسلام اباده دا ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس رپورټ: احمد الله
د "اسحاق خان هنري بنډار" په تازه خپرونه کې مو د پښتنو له نومیالي سندرغاړي نعیم توري سره خبرې کړې دي. دی د کورمې دی خو په اسلام اباد کې اوسي او خپل کاروبار کوي. په ویډیويي مرکه کې نوموړي ځېنې سندرې هم ویلې دي.
په خوست کې لسګونه ښځو فعالانو له افغان حکومته غوښتنه کړې چې ورته دې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون پراخه زمینه برابره کړي. دوی د جولای پر ۱۵مه په یوه غونډه کې وویل چې ګڼې ښځې تذکرې یا پېژندپاڼې نه لري. په اړه یې ویډيويي رپورټ وګورئ.
له اسلام اباده ۱۰۰ کیلومیټره لري د خیبر پښتونخوا، پنجاب او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر پر پوله د کوهالې نیلم پواینټ هغه سیمه ده چې په اوړي کې ګڼ سیلانیان ورځي. هلته ورغلي خلک د نیلم سیند، غرونه او شنې ونې ویني او له موسمه خوند اخلي. په ویډیو کې مو د هغې سیمې په چکر ورولو.
د پېښور د کوز تهکال د عیسویانو په کالونۍ کې یوه ښځه ده چې له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې خلکو ته لیک لوست ورزده کوي او تعلیم ورکوي. نسرین بي بي وايي، داسې یو شمېر افغان کډوالو
رمشا پاکستانۍ عیسوۍ ښځه ده چې کورنۍ یې یوه چینايي وګړي ته واده کړه او هغه هېواد ته ولاړه. خو تر واده لنډه موده وروسته یې کور ته ټېلېفونونه پیل کړل چې د
په کابل کې د چارمغز په نامه يو غېر دولتي ادارې په بس کې ګرځنده کتابتون جوړ کړی چې پکې هره ورځ لسګونه ماشومان کتابونه لولي. دې کتابتون ته ماشومان هم ډېر زیات خوشحاله دي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل