په اسلام اباد کي د پاکستان او هند د پخوانيو سفارتکارانو، حکومتي چارواکو، دفاعي ماهرينو، ښځينه فعالانو او ځوانانو غېرحکومتي يا ټريک ټو دوه ورځنۍ غونډه نن [جولای ۱۳مه] پای ته ورسېده. ګډون کونکو د دواړو هېوادونو پر حکومتونو تينګار کړی چي ترينګلتيا کمه کړي.
په پاکستان کي د تاجرانو او دکاندارانو لخوا په بجټ کې د نويو لګول شويو ټېکسونو او ګرانۍ پرضد نن په ټول هېواد کې کاربندیز دی. د سرښار اسلام اباد په ګډون په خېبر پښتونخوا ، سیند ، پنجاب ، بلوچستان او ګلګت بلتستان کې کاروباري مرکزونه بند دي او په بازارونو کې د ټېکسونو پرضد بېنرې لګول شوې دي.
په پاکستان کې د تاجرانو او دکاندارانو لخوا په بجټ کې د نويو لګول شويو ټېکسونو او ګرانۍ پرضد نن د جولای پر ۱۳مه په ټول هېواد کې کاربندیز دی.
د خېبر پښتونخوا په مومندو کې دوکاندارانو او ځايي خلکو د ګرانۍ او نويو ټېکسونو لګیدو پرضد د جولايي پر ۱۳مه احتجاجي مظاهره وکړه. نور حال د شاهنواز ترکزي په ویډیويي رپورټ کې.
د جولای پر ۱۲مه په شپه خوست کې چنار دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه. یاده مشاعره چې د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کالیزې ته ځانګړې شوې وه، سیمه يې د افغانستان په ملي بیرغونو، د غازي امان الله خان، د هغه د میرمنې ملکه ثریا او د افغانستان په تاریخي انځورونو ښایسته شوې وه.
د خېبر پښتونخوا چترال ضلعې او د ګلګت بلتستان ترمنځ د شندور په غرییزه سیمه کې هر کال په جولای کې د پولو لوبې سیالۍ کېږي چې د نندارې لپاره یې د نورو هېوادونو خلک هم ورځي. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پېښور او نورو ښارونو کې نانوایانو خپل تنرونه تړلي او غوښتنه کوي چې د ۱۵۰ ګرامو وزن پخې ډوډۍ نرخ دې ورته پنځلس روپۍ کړي. د خیبر پښتونخوا نانوایانو ټولنې صوبايي مشر مشال ریډیو ته وویل، دوې اونۍ وړاندې یې له ضلعي انتظاميۍ سره تر مذاکراتو وروسته د ۱۴۰ ګرامه ډوډۍ نرخ یې ۱۲ روپۍ کړی وو.
د جولای پر۱۱مه د خیبر په باړه کې د ټولو قبایلي ضلعو صنعتونو تولنې په یوه احتجاجي غونډه کې له حکومته د نویو ټېکسونو د لیرې کېدو غوښتنه کوله. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
په شمالي وزیرستان کې د میرامشا روغتون ډاکټران، ناروغان او د سیمې خلک وايي، د بجلي نشتوالي ناروغي دوه چنده ډېره کړې. په دې اړه د عمر وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جولای ۲۵مه به د نور پاکستان غوندې بلوچستان کې هم توره ورځ وي: اپوزیشن
د پنجاب له مرکز لاهوره د بلوچستان مرکز کوټې ته تلونکې يو اور ګاډي يو بل اور ګاډي سره ټکر خوړولي.
د افغانستان په خوست ښار کې د حکیم تڼیوال پارک ته په ځانګړي ډول د جمعې په ورځو کې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو د تفریح په خاطر زرګونه کسان ورځي. په دې پارک کې د تفریح، ساعتیری او ورزش لپاره بېلا بېل ځایونه جوړ شوي دي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیو وګورئ. اېډیټ: هدایت سلطاني
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل