د جولای پر۱۱مه د خیبر په باړه کې د ټولو قبایلي ضلعو صنعتونو تولنې په یوه احتجاجي غونډه کې له حکومته د نویو ټېکسونو د لیرې کېدو غوښتنه کوله. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
په شمالي وزیرستان کې د میرامشا روغتون ډاکټران، ناروغان او د سیمې خلک وايي، د بجلي نشتوالي ناروغي دوه چنده ډېره کړې. په دې اړه د عمر وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جولای ۲۵مه به د نور پاکستان غوندې بلوچستان کې هم توره ورځ وي: اپوزیشن
د پنجاب له مرکز لاهوره د بلوچستان مرکز کوټې ته تلونکې يو اور ګاډي يو بل اور ګاډي سره ټکر خوړولي.
د افغانستان په خوست ښار کې د حکیم تڼیوال پارک ته په ځانګړي ډول د جمعې په ورځو کې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو د تفریح په خاطر زرګونه کسان ورځي. په دې پارک کې د تفریح، ساعتیری او ورزش لپاره بېلا بېل ځایونه جوړ شوي دي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیو وګورئ. اېډیټ: هدایت سلطاني
د فرانس د ولوا سېلانۍ سيمه کې د دوشنبې پر ورځ له بوسو او خسو د مجسمو جوړولو سيالي پای ته ورسېده. په سياليو کې د نړۍ د ۱۲ هېوادونو مجسمه سازانو برخه واخیسته.
د پېښور او تورخم ترمنځ د خېبر درې پر لوی سرک افغانستان ته د مال وړونکیو ګاډيو مالکان وايي، د ګمرک (کسټم) ادارې کارمندانو د هړتال له وجې یې له تېرو پنځو ورځو راهیسې په مالونو بار ګاډي ولاړ دي او غوښتنه کوي چې سرکار دې یې دغه ستونزه هواره کړي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
پاکستان د کرېکټ نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته بریالی نشو خو پاکستانیانو دا لوبه تر یونانه رسولې. یونانیان خپله د فوټبال مینه وال دي، خو په کوڅو کې یې اوس کرېکټ لوبه هم تر سترګو کېږي. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
پراګ د چېک جمهوریت پلازمېنه او تاریخي ښار دی. په دې ښار کې یو پخوانی ډبرین پل دی چې شاوخوا شپږ نیم سوه کاله پخوانی دی. دا پل دومره پیاوړی دی چې څو ځلې سېلاوونو هم و نه نړولی شو. په دې ویډیويي رپورټ کې مو د پراګ او د چارلس پله چکر درکوو.
د سوات له کالام سره ایسمڅ (ايزمس) ډنډ چې له سمندره یې کچه يولس زره فوټه اوچته ده، د خپلې ښکلا له وجې په دوبي/اوړي کې ورته سېلانيان رامات وي. د مشال راډيو خبريال نياز احمدخان یې ويډيو راپور تیار کړی.
د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې هزاره ګان بیا بیا د تندلارو وسله والو ډلو لخوا تر هدفي بریدونو لاندې وي چې له کبله یې دوی د خپلې ژغورنې لپاره پر خپلو مېنو دېوالونه راجار اېستلي دي.
د دوحه غونډې وروستی حال
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل